د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې یوسفزۍ پلار ټولو خواخوږو ته مننه وکړه


ملاله یوسفزۍ له خپل پلار ضیاءالدین یوسفزي سره په کوین الیزبت روغتون برمنګم کې
ملاله یوسفزۍ له خپل پلار ضیاءالدین یوسفزي سره په کوین الیزبت روغتون برمنګم کې




د خیبر پښتونخوا د سوات ملالې یوسفزۍ پلار وايي، د هغو ټولو خلکو مننه کوي چې د ده د لور ملاتړ یې کړی او پر هغې یې د حملې غندنه کړې ده.

پرون د نومبر پر اتمه نېټه د برتانییا له ملکه الېزبېت روغتونه په خپور شوي ویډیويي پیغام کې ضیاء الدین یوسفزي ویلي، هغه کسان چې د ملالې د روغتیا له پاره یې دوعا کړې، دی یې مننه کوي:

((د هغې غږ د پاکستاني ولس او د نړۍ د ټولو هغو ماشومانو اواز دی چې له تعلیمه بې برخې پاتې دي. ملاله او د بشري حقونو ښځینه فعالانو غږ باید په سنجیدګۍ او مخلصانه ډول واورېدل شي.))

یوسفزي وویل، د لور روغتیايي وضع یې په ښه کېدوه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG