د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې هندوان په ویره ترهه کې دي





ايسوسييټېډ پريس اژانس تېره سيپټمبر مياشت په کراچۍ کې د هندوانو په يوه مندر د ځايي خلکو د حملې په يادولو سره وايي چې په دغه ښار کې د هندو مذهب لږکيو ته ژوند کول ګران شوي دي. د شري کرشنا رام په نوم دغه مندر هغه مهال په نښه کړل شو چې د اسلام ستر پيغمبر ته د سپکاوي په موضوع د جوړ شوي فلم په اعتراض کې د کراچۍ مسلمانانو احتجاج کولو.

اژانس زياتوي په مندر شوې دغه حمله په پاکستان کې د هندوانو پر ضد د زياتېدونکي تشدد وروستۍ بېلګه ده. د مول چاند په نوم يو ځوان هندو ايسوسييټيډ پريس اژانس ته ويلي، خلک موږ ته د پاکستان د يو شهري مساوي حقونه نه راکوي، او کله هم چې وغواړي، موږ وهي او ټکوي. نوموړي زياته کړې، موږ اوس ځای نه لرو چې عبادت په کې وکړو. اژانس د کراچی د هندو ټولنې د مشرانو په حواله وايي چې د ښار اوسېدونکو د دوئ عبادت ځايونه قبضه کړي دي. په راپور کې دغه راز ويل شوي چې هندوانو لسيزې مخکې د کراچۍ بندر جوړ کړ، خو دا مهال په کې يوه هندو ته هم کار نه ورکول کېږي.

اژانس په خپل راپور کې د مسلمان هلکانو لخوا د هندو نجونو په زوره د مسلمانولو او ودولو مساله هم ياده کړې ده. اژانس د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د مشرې زهره يوسف خبره راخيستې چې وايي، يوه هندو نجلۍ ورکه شي، او چې څو ورځې يا اونۍ وروسته پيدا شي نو له يوه مسلمان هلک سره يې واده شوای وي. د نوموړې په وينا، کله چې خبره عدالت ته لاړه شي نو د شاوخوا اسلامي مدرسو ګڼ شمېر زده کوونکي د قاضي مخې ته راټول وي چې د هلک په حق کې د پرېکړې کولو لپاره پرې فشار واچوي.

اژانس په کراچۍ ښار کې د پاکستان هندو سبها په نوم د يو تنظيم د مشر ډي ايم مهاراج له قوله ليکي چې وايي، د هندو نجونو د مسلمانولو په تقريباً ۱۰۰ دوسيو کې يې د مداخلت کولو هڅه کړې ده، خو په وينا يې چې يوازې په يوه کې بريالی شوی چې نجلۍ بيرته خپلې هندو کورنۍ ته ورکړي.

ايسوسييټيډ پريس اژانس بيا د هغو هندوانو په حواله، چې د هندو مذهب د تر ټولو لاندې طبقې سره تړاو لري، ليکي چې د هندو نجونو په زوره د مسلمان کولو مساله تر هغې وروسته په ډاګه شوه چې د افضلې طبقې د هندوانو نجونې په نښه شوې.

اژانس د سند اسمبلۍ لخوا د هندوانو په زوره د مسلمانولو د مخ نيوي لپاره د يوه قانون د منظورولو هڅه يادوي او وايي چې د پاکستان حکومت په دې وروستيو کې د هندو لږکيو ستونزو ته جدي پاملرنه کړې ده.

اژانس د شري کرشنا رام مندر د روحاني مشر سوندا مهاراج له قوله ليکي چې وايي، موږ پاکستانيان يو او نه غواړو چې هند ته لاړ شو. خو نوموړي په عين وخت کې خبرداری ورکړی چې که د هغوئ په مندر بيا چا حمله وکړه نو د دفاع لپار به يې خپل ځانونه قربان کړي.

XS
SM
MD
LG