د لاسرسي ځای

تازه خبر

باراک اوباما بيا د امريکا ولسمشر شو


ولسمشر باراک اوباما
ولسمشر باراک اوباما



بشير ګواښ مشال راډيو

د امريکا اوسني ولسمشر او په صدارتي اننتخاباتو کې د ډيموکریټ ګوند اميدوار، باراک اوباما د ريپبليکن ګوند میټ رامني ته په ماتې ورکولو سره يو ځل بيا اولسمشر شو. هغه د امريکا لومړی تور پوستی ولسمشر دی چې دوه ځل انتخابيږي. د باراک اوباما د ژوند، کورنۍ او کار په اړه بشير ګواښ رپورټ لري.

د امريکا لومړی تور پوستی ولسمشر، باراک اوباما د دوهم ځل لپاره د امريکا ولسمشر شو. هغه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ريپبليکن ګوند، ميټ رامني ته ماتې ورکړه.

د جرمني خبري اژانس، ډي، پي، ای ليکلي چې اوباما په داسې حال کې بيا ولسمشر انتخابيږي چې د امريکا اقتصاد ښه نه دی او د بې روزګارۍ شرح اته فيصده ده.

اوباما له هغه وروسته چې د ايلونايي ايالت څخه د امريکا سېنېټر انتخاب شو، په ۲۰۰۴ کال کې هغه مهال ډير مشهور شو چې د خپل ډيموکریټ ګوند په کنوينشن يا غونډه کې يې اغيزمن تقرير وکړ. اوباما له همدغه ځايه د ولسمشرۍ لپاره مټې رابډ وهلې.

اژانس ليکي چې يو پنځوس کلن اوباما د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې ولسمشر شو. نوموړي هغه مهال د تبديلۍ او اميد نعرې سره انتخاباتو ته ودريدلی وو. د ډير شهرت له امله د ډيرې یخنۍ باوجود هم د اوباما د سوګند اخیستو لپاره په واشینګټن کې يو اعشاريه اته ميلينه خلک راجمع شوي وو.

باراک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې د ښې نړيوالې سفارتکارۍ لپاره د نوبل امن جايزه هم اخیستي او د رويټرز خبري اژانس په وينا د وعدې سره سم يې په لومړي ځل د ولسمشر کېدو وروسته په ۲۰۱۱ کال کې د عراق جګړه ختمه کړه او د پاکستان په ایبټ اباد کې يې د پټو عملياتو په کولو سره د القاعده ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن وواژه. هغه په افغانستان کې هم د جګړې د ختمولو وعده کړي.

د جرمني خبري اژانس، ډي، پي، ای ليکي چې باراک اوباما د امريکا په هوايي کې پيدا شوی وو. د هغه پلار د کينيا تور پوستی وو او مور يې سپين پوستي امريکايي. اوباما دوه کلن وو چې د مور او پلار ترمنځ يې طلاق وشو. له دې وروسته د اوباما مور بيا واده وکړ او انډونيشيا ته کډه شو. دلته اوباما له شپږ کلنۍ څخه تر لس کلنۍ پورې و اوسيد خو واپس هوايي ايالت ته راغی.

په کينيا کې د امريکايي ولسمشر باراک اوبما نيا، سار اوباما د خپل لمسي د دوهم ځل لپاره پر ولسمشر کيدو وويل چې ډاډه وه اوباما له خپل سياله انتخابات وګټي.

((زما زړه نه درزيده او نه هم خفه وم ځکه چې زما د هغه پر کاميابۍ پوره باور وو. زه غواړم هغه ته ووايم چې هغه خلکو ته بهتره خدمت وکړي چې پر نوموړي يې د اعتماد ښودلو په ترڅ کې هغه بيا انتخاب کړی.))

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې باراک اوباما خپلې زده کړې د امريکا په ښو پوهنتونونو لکه کولمبيا او هاروډ کې کړي. هغه په ۱۹۹۲ کال کې د میشل رابینسن سره له هغه وروسته واده وکړ چې اوباما د پوهنتون په ورځو کې ورسره په دفتر کې کار کاوه. د اوباما دوه لوڼې دي او په فارغ وخت کې باسکیټ بال کوي.

اژانس ليکي چې دا ځل د امريکا اقتصادي ستونزې د باراک اوباما په انتخاب کې لوی خڼد وو خو بيا هم د خپل نویو اقتصادي پلانونو، هيلت کير (د صحت لپاره منصوبه)، ارزانه بيمه او ځينو نورو پروګرامونو له وجې امريکايانو پر هغه باور وکړ او د دوهم ځل لپاره يې رايه ورکړه خو پر باراک اوباما تنقيد کوونکي وايي چې د هغه پلانونه په بله مانا په کارونو او کاروبارونو کې د وفاقي حکومت مداخله ده. که څه هم د رويټرز په وينا باراک اوباما د ښه تقرير کولو او دوستانه اړيکو ساتلو لپاره مشهور دی خو دا تنقيد هم پرې کيږي چې د امريکايي کانګرس غړو سره چې اکثره يې ريپبليکن ګوند سره تعلق لري، د ښو اړيکو په ساتلو کې پاتې راغلی.

XS
SM
MD
LG