د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ ښار وسله والو ډلو یرغمال کړی




د پاکستان په دي نيوز ورځپاڼه کې عامر مير ليکي، وروسته له هغه چې د پاکستان سپريم کورټ د سند حکومت ته امر وکړ چې په دغه صوبه کې د طالبانو د زياتېدونکي نفوذ مخه دې ونيسي، د دغه هېواد امنيتي ادارو کراچۍ ښار ته له القاعده او طالبانو سره د تړاو لرونکيو لږ تر لږه ۲۵ وسله والو ډلو د داخېلېدو په اړه د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ته خبر ورکړی دی.

ليکوال زياتوي، د ايم کيو ايم مشرتابه، چې د تحريک طالبان پاکستان د ايډيالوژۍ او کړنو په زغرده مخالفت کوي، ټينګار کوي چې د پاکستان له قبايلي سيمو څخه په زرګونو جګړه مار کراچۍ ته ننوتي دي او دغه ښار يې د ترهګريز فعاليتونو په مرکز بدل کړی دی.

د مقالې د ليکوال په خبره، د کراچۍ ښار وسله والې ډلې په وړو وړو ډلو وېشل شوي، او پرته د دوئ د غړيو له نيولو، امنيتي ادارو سره د دوئ په اړه د مالوماتو راغونډولو بله کومه چاره نشته.

په مقاله کې راغلي، د کراچۍ په فعالو وسله والو ډلو کې پينځه هغه يې له لښکر جنګوي سره، درې يې له تحريک طالبان پاکستان سره، او د پاتې يو شمېر نورو هغو ډلو تړاو له سپاه صحابه پاکستان، جيش محمد، حرکت المجاهدين، تحريک نفاذ شريعت محمدي، دعوت اسلامي، جند الله، لښکر محمدي، پنجابي مجاهدين او سني تحريک په څېر جهادي ډلو سره دی.

په مقاله کې ويل شوي، په کراچۍ ښار کې فعالې وسله والې ډلې، چې زيات شمېر غړي يې پښتانه دي، د پيسو تر لاسه کولو لپاره سړي تښتوي، بانکونه لوټي او د ياد ښار له لارې بهرنيو هېوادونو ته مخدره توکي قاچاقوي. خو د مقالې په ليکنه، دغه ډلې بيا دا رقم تورونه ردوي چې وايي، دوئ خپل اړتياوي يوازې د خلکو لخوا د ملاوېدونکې چندې د پيسو له لارې پوره کوي.

د ليکوال په اند، د پاکستان په قبايلي سيمو او سوات کې د اورپکو پر ضد پيل شوي عمليات لامل شوي چې زرګونه جهاديان کراچۍ ته مخه کړي او د دغه ښار په اطرافو کې مېشته شي.

ليکوال کاږي، ترهګرو د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ، بلديه ټاون، قايد اباد، شيرين جناح کالونۍ، قصبه کالونۍ، منګو پير او پير اباد سيمو کې خپل نفوذ پراخ کړی او اکثره وخت د عوامي نيشنل ګوند غړي او مشران په نښه کوي.

مقاله دغه راز له تحريک طالبان پاکستان سره تړاو لرونکې د سوات د ملا فضل الله ډله يادوي چې وايي کراچۍ ته کډه شوي د سوات لسګونه مشران او د سياسي ګوندونو فعالان يې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG