د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ننګرهاریان تازه اخبار غواړي"



بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد:ـ د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له څه مودې راهيسې افغانستان ته په هغو ټولو پاکستاني اخبارونو راوړلو او خپرولو په دې خاطر بنديز لګولی، چې د افغانستان د ملي ګټو په ضد خبرونه او ليکنې خپروي. په داسې حال کې چې په ننګرهار کې اخبار لوستونکي ډير دي، خو، نه کومه دولتي او نه هم کومه غير دولتي ورځپانه شته چې د لوستونکو تنده پرې ماته شي. کابل چاپ ورځپاڼې هم يوه ورځ وروسته جلال اباد ته رارسيږي. د دغې تشې د ډکولو په خاطر يو شمير فرهنګيان په دې هڅه کې دي چې په ننګرهار کې يوه خپلواکه ورځپاڼه را وباسي.

شاعر او ليکوال نصرت الله الهام چې په اخبار لوستلو روږدی دی وايي چې اوس نه پاکستاني اخبارونه شته او نه هم له کابله په وخت ننګرهار ته اخبارونه رارسيږي.

« موږ چې د مهاجرت په وخت کې په پيښور کې اوسيدو، نو د وحدت پښتو ورځپاڼې په شمول به مو يو شمير نورې، هغه پاکستانۍ ورځپاڼې لوستلې چې د افغانستان په اړه به په کې مالومات خپريدل. په ننګرهار کې د اخبار تشه پاکستانيو ورځپاڼه ډکه کړې وه، چې هر سهار وختي به رارسيدلې. خو اوس چې پرې افغان دولت بنديز لګولی دی، نه د کابل چاپ ورځپاڼې په وخت رارسيږي او نه هم ننګرهار کې ورځپاڼه شته چې د اخبارلوستلو تنده مو پرې ماته شي.»

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد او د مثبت بدلون د ټولنې فعال غړی هجرت الله اختيار چې دټولنې له خوا يې د مثبت بدلون په نوم پنځلس ورځينۍ جريدې لومړۍ ګنه خپره کړې، وايي چې په اوله ګڼه کې خود کفا شوې، چې ډير ژربه په اوونيره واوړي:

« موږ د مثبت بدلون په نوم يو پنځلس ورځنی اخبار راوايسته او چې کله مو بازار ته وړاندې کړو او د خلکو مينه او ليوالتيا مو وليده، نو په دې نظر شو چې بايد په هفته کې يې يو ځل چاپ کړو او زموږ ملګري دې ته ډير ليواله دي چې په داسې يوې ورځپاڼې يې واړوو لکه وحدت او يا هم نورې پاکستانۍ ورځپاڼې. چې دغه تشه پرې ډکه شي.»

عزت الله ځواب چې د تيرو لسو کلونو راهيسې د مينې دوه مياشتينۍ ادبي او کلتوري مجله چلوي، په دې هڅه کې دی چې د يوې ورځپاڼې له پاره امکانات پيدا کړي:

« موږ د تيرو لسو کلونو راهيسې د مينه په نوم مجله چلوو، او اوس دا اړتيا محسوسوو چې دلته د يوې ورځپاڼې ضرورت دی. دلته د ننګرهار په نوم يوه دولتي ورځپانه شته چې نوم يې ورځپاڼه دی، نور په اونۍ کې هم نه چاپيږي.نو موږ به دا کوشش کوو چې يوه خپلواکه ورځپانه ولرو او د دې لپاره امکانات هم راپيدا کړو.»

بل خوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس اورنګ صميم وايي چې دوی سره همدومره امکانات شته چې د ننګرهار دولتي ورځپاڼه په هفته کې يو ځل خپره کړي.

« موږ د خپلو کمو امکاناتو په لرلو سره دومره کولای شوو، چې حد اقل په هفته کې يو ځل اخبار چاپ کړو. خو اوس اوس موږ سره د ولايت مقام وعده کړې ده چې يوه څه امکانات راته برابر کړي که ورځپانه نه شي نو په اونۍ کې به درې ځله د ننګرهار ورځپاڼه خپريږي. که څه هم د ترانسپورټي ستونزو له امله د کابل چاپ اخبارونه د ورځې په دوران کې لږ ناوخته رارسيږي، خو د پاکستاني اخبارونو تشه مو په هيواد، انيس او اصلاح ورځپاڼو ډکه کړې ده.

دی زياتوي چې د افغانستان د مطبوعاتو د قانون له مخې ټولې هغه کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ چې د افغانستان د ملي، ديني او کلتوري ګټو په ضد وي، دولت حق لري چې بنديز پرې ولګوي او پاکستانيو ورځپانو په ښکاره ډول د افغانستان د ملي ګټو په خلاف خبرونه او ليکنې خپرولې.

ياده دې وي چې ننګرهار ته به هره ورځ د پښتو ژبې وحدت، جرګه او خبرونو ورځپاڼو نه علاوه، مشرق، جنګ، فرنټيېر پوسټ، دې نيوز او يو شمير نورې پاکستانۍ ورځپاڼې سهار وختي رارسيدې او ډيری لوستونکي يې پيدا کړي وو. خو اوس چې پرې بنديز لګيدلی، اکثره خلک د اخبار له تشې سره مخامخ دي او د کابل چاپ دولتي ورځپاڼې هم يوه ورځ وروسته ننګرهار ته رارسيږي. چې د خلکو په وينا د اخبار لوستلو تنده يې نه خړوبيږي.

XS
SM
MD
LG