د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د ولسمشر ټاکلو لپاره رایې اچول کېږي


د د امریکا یو کلي کې رای اچول شوې، پنځه رایې د باراک اوباما او پنځه د میټ رومني
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د د امریکا یو کلي کې رای اچول شوې، پنځه رایې د باراک اوباما او پنځه د میټ رومني




امریکايي ولس د خپل راتلونکي ولسمشر ټاکلو لپاره رای اچوي. په دې انتخاباتو کې د امریکا د ډموکراټ ګوند اوسنی ولسمشر باراک اوباما او د ریپبلکن ګوند میټ رومني یو بل ته مخامخ دي.

باراک اوباما بیګاه ماښام په وسکانسن ریاست کې د خپلو ملاتړو یوې غونډې ته په وینا کې وویل:

[د وسکانسن خلکو! سبا ته به تاسو فیصله کوی، دا یوازې د دوو امېدوارانو او دوو ګوندونو ترمنځ خوښول نه دي، بلکې د امریکا لپاره د دوه جلا جلا نظریو غوره کول دي. دا له بره - لاندې پالیسیو ته د بیا ګرځېدو خوښه ده چې له کبله یې زموږ اقتصاد رانسکور شولو او یا د یو داسې راتلونکې خوښول دي چې پکې د هر تن لپاره روزګار وي او یو پیاوړې منځنۍ طبقه په کې وده ومومي.]


بلخوا میټ رومنې په فلوریډا ریاست کې پرون د دوشنبې په ورځ یوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، پکار ده چې په هېواد کې بدلون راشي.

[سباله به مونږ یو نوې سباؤن شروع کوو، سباله به موږ یو ښه سباؤن شروع کوو. او د ښه سباؤن لپاره به ولس بدلون راولي. ستاسو دغه ګام به فرق غورځوي، ټوله دنا تاسو ته ګوري. ]

تر دې دمه ترسره شوې نظر پوښتنې ښيي چې د ټول هېواد په عمومي رایو کې د دواړو امیدوارانو ترمنځه سخته مقابله ده. خو عمومي رایې فېصله کن نه وي. بلکه ګټندویه امیدوار ته پکار وی چې په بیلو بیلو ریاستونو او واشنګټن ډي سي کې اکثریت ترلاسه کړي او داراز د مجموعي ګټې لپاره ۲۷۰ انتخابي ووټونه پکار دي. دا انتخابي ووټونه هر ریاست او د هېواد پلازمېنې لپاره د آبادۍ په حساب ټاکل شوي دي.

نظر پوښتنې ښيي، هغه ریاستونه چې په کې ریپلیکن او یا ډیموکرېټ ګوند واضح اکثریت نه لري، هلته د میټ رومني په مقابله کې باراک اوباما ته معمولي برتري حاصله ده. په دې غېر واضحه یا بې پلوه ریاستونو کې فلوریډا، اوهایو، ورجینیا او کولا راډو شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG