د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ترامریکا ډیر ډرون لري



په اوپن ډيموکريسي ويب پاڼه کې پاکستانی څېړونکی پرويز هود بهايي ، په خپله يوه مقاله کې ليکي، که يوې خوا ته امريکا د پاکستان په قبايلي سيمو ډرون بريدونه کوي، نو بلې خوا ته د طالبانو د ځان مرګيو بريدونو په ترڅ کې د دې هېواد ولسي وګړي ژوند له لاسه ورکوي.


د ليکوال په وينا، د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د القاعده د سر سړي له منځه وړل شوي، خو په عين وخت کې بې ګنا قبايلي ولس، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د دغو حملو ښکار شوي دي. اورپکي، چې د ډرون بريدونو له ويرې له جنوبي وزيرستانه شمالي وزيرستان او کورمې ته تښتېدلي، هره ورځ په نښه کېږي او نه شي کولای په يوه ځای کې سره غونډ شي.

پرويز هودبهايي د امريکا دفاع وزير ليون پينيټا خبره راخيستې چې ويلي يې دي، جاسوسي الوتکې په پاکستان کې د موجودو مشکوکو ترهګرو پر ضد د يوې تر ټولې موثرې وسيلې په توګه کاروي.

خو ليکوال د پاکستان په مدرسو کې تربيه شوي ځان مرګي بريدګر يادوي او وايي چې دا هېواد تر امريکا هم زيات ډرونز لري. د ليکوال په خبره، پاکستاني ډرونز د امريکا د هغو په څېر دا پوښتنه نه کوي چې څوک ولې ووژني. دوی د خپلو خلکو په مينځ کې خپل هدف ته رسېږي، چې د داسې کولو پر مهال د ملکي تلفاتو هيڅ خيال نه ساتل کېږي.

پرويز هودبها يي ليکي، دغه پاکستاني ډرونز، چې پياده وي او يا هم په ګاډو کې بېول کېږي، د امريکا تر هغو زيات خونړي واقع شوي دي. نوموړی زياتوي، په امريکا کې امن خوښي خلک او تنظيمونه پر پاکستان د کېدونکيو ډرون بريدونو پر ضد اعترض کوي، خو په دې هېواد کې د مذهبي ګوندونو لخوا وخت په وخت د دغې مسئلې د راپورته کولو سربېره د امريکايي ډرون بريدونو پر ضد کېدونکې ولسي احتجاجي مظاهرې رنګۍ وي.

ليکوال د پښتنې څېړنکارې فرحت تاج په حواله وايي چې د قبايلو زياتره خلک، که څه هم غواړي به چې د پاکستان پوځ دې د دوی سيمو ته ورغلي ترهګر له مينځه يوسي، د امريکايي ډرون بريدونو په حق کې دي. دغه راز د کرمې ايجنسۍ د شيعه ګانو په اړه هم ليکوال وايي چې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د حملو ملاتړ کوي. همداراز له مهمند ايجنسۍ سره د تعلق لرونکي په طبيعاتو کې د پي ايچ ډي کوونکي يو تن مثال راوړي چې وايي درې کاله وشو خپل کور ته نه دی تللی او هر وخت په ويره کې وي چې څوک به يې وتښتوي. ليکوال وايي د دغه سړي جرم دا دی چې د طالبانو لخوا د خپل کلي د يوې کورنۍ د څوارلسو کسانو د سرونو پر پرې کولو يې احتجاج کړی و.

پرويز هودبهايي وړانديز کوي چې د ترهګرو پر ضد بايد ځايي امن لښکرې، د پوليسو او ايف سي ځواکونه، د پاکستان پوځ او امريکايي ډرونز همغږي عمليات وکړي. د نوموړي په اند، د بې پيلوټه الوتکو حملې که څه هم د زهرو ګوټونه دي، خو د ترهګرو له ماتې سره د مخامخ کولو لپاره تېرولو ته يې بايد غاړه کېښودل شي.
XS
SM
MD
LG