د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ شمالي وزیرستان کې عملیاتو ته زړه ښه کړی



ډيلي ټايمز ليکي، چې د تېر اګست په مياشت کې د پاکستان د ازادۍ په ورځ د دې هيواد د پوځونو مشر جنرل اشفاق پرويز کياني وويل چې د دهشت ګردۍ په وړاندې جګړه د پاکستان خپله ده او دوی به يې کوي. د ورځپاڼې په وينا هغه تېره مياشت د پوځي افسرانو سره په يوه ناسته کې پريکړه کړي چې شمالي وزيرستان کې به پوځي عمليات کوي خو ليکوال وايي پوښتنه دا ده چې عمليات به شمالي وزيرستان کې د کومې وسلې والې ډلې او چا پر خلاف کيږي ؟

ډيلي ټايمز ورځپاڼه ليکي چې پاکستان کې ډير خلک فکر کوي که د پاکستان پوځ په رښتيا د طالب وسله والو ختمول غواړي نو کولی يې شي. ليکوال وايي له شمالي وزيرستان څخه د دهشت ګردو خلاف د عملياتو شروع کول ښه کار دی خو پاکستان کې په عمومي توګه د سخت دريځۍ د ختمولو لپاره بايد شروع له پنجاب څخه وشي. ورځپاڼې ليکلي چې پاکستان بايد پنجاب کې د جهادي ډلو خلاف ګامونه اوچت کړي او د بلوچستان پښتانه د کويټې له طالبانو خلاص کړي.

ډيلي ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې د پاکستان تر ټولو لويې جهادي ډلې لشکر طيبه او پاکستاني طالبانو ترمنځ اړيکې واضحه دي. ليکوالي وايي د لاهور سره نيزدې په مريدکی کې د لشکر طيبه مرکز دی. دوی دغلته طالبانو ته د سخت دريځۍ مذهبي زده کړې ورکوي خو د وسله والو هڅو لپاره پر شمالي وزيرستان تکيه کوي. په مقاله کې راغلي که شمالي وزيرستان کې ريښتيني عمليات وشي نو د لشکر طيبه لپاره به دا مرکز پاتې نه شي او تر سخت فشار لاندې به راشي.

ډيلي ټايمز ورځپاڼې ليکلي که شمالي وزيرستان کې په رښتيا هم وسله وال وځپل شي نو د پاکستان نورې وسله والې ډلې لکه حرکت المجاهدين، جیش محمد او حرکت الانصار به هم تر سخت دباو لاندې راشي.

ليکوال وايي که شمالي وزيرستان کې د يوې ډلې خلاف عمليات وشي او د پاکستان نورې ډلې همداسې فعاله پاتې شي نو دا ډلې به سخت رد عمل وښايي. په مقاله کې راغلي چې بيا به مسئله لا پراخه شي او د پاکستان پوځ به مجبوره وي چې د شمالي وزيرستان په شان په پنجاب کې هم عمليات وکړي.
XS
SM
MD
LG