د کراچۍ ښار لانډي ټاون پولیس وایي، بیګا شپه د شیرپاو کالونۍ په سېمه کې د نامالومه کسانو په ډزو درې کسان وژل شوي او څلور نور سخت ژوبل شوي دي ـ
د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي چې وژل شوي او ژوبل شوي اووه واړه کسان ددوی د ګوند غړي دي ـ د یاد ګوند د اطلاعاتو د څانګې مسول عبدالمالک مشال ریډیو ته وویل، چې د پېښې ښکار شوي کسان د دوی د ګوند په سېمه ایز دفتر کې ناست و چې وسله والو په دوی ډزې شورو کړې ـ
یاده دې وي په دې ورستیو کې په کراچۍ ښار کې د عوامي نیشنل ګوند د سند څانګې په یو شمیر غړو او مشرانو حملې زیاتې شوي دي ـ
ددغه ډول ځینو حملو پړې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې دي ـ