امریکایان له سمندري توپانه داوښتي زیان تخمینه لګوي
د امریکا د ختیځ ساحل اوسېدونکي له سمندري توپانه سنډي څخه د اوښتي تاوان تخمینه لګوي چې په کې ۴۵ تنه ووژل شول او څه نا څه ۸ میلیونه کورونه او کاروباري مرکزونه بې له برېښنا دي. په ساحلي ښارګوټو کې له ټوپان زورورو سیلاوونه راوختل، له ۸۰ نه تر ۱۰۰ پورې ودانۍ په کوینز او نیویارک کې په اور لګېدو وسوځېدلې. د اې پي ویډيو