د لاسرسي ځای

تازه خبر

وردګو کې له ايساف سره نښته درې طالبان ووژل شول




د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې بهرنيو سرتېرو په يو بريد کې درې تنه وسله وال طالبان وژلي او پېنځه نور يې ژوندي نيولي دي. بله خوا بيا په همدغه ولايت کې وسله والو طالبانو په يو بريد کې شپږ تنه عام وګړي ټپيان کړي دي.

چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره ورځ د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې پر پليو بهرنيو سرتېرو بريد کړی دی وروسته د دواړو غاړو تر مېنځ نښته شوې ده.

د بهرنيو سرتېرو هوايي ځواک هم پر وسله وال بريد کړی دی چې پکې درې تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي چې بهرنيو سرتېرو تر نښته وروسته په سيمه کې پلټنې کړې او پېنځه نور وسله وال يې ژوندي هم نيولي دي.

دی وايي په دغه نښته کې بهرنيو سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتي. خو په د نښتې په ځای کې يو ماشوم ژوبل شوی دی.

(( پرون وسله والو طالبانو په نرخ ولسوالۍ کې پر پليو ايساف سرتېرو بريد کړی وو او ايساف سرتېرو ورسره نښته کړې وه. وروسته سيمې ته د ايساف هوايي ځواک هم رسېدلي او پر وسله وال يې بريد کړی دی. په دغه بريد کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. ايساف سرتېرو تر نښته وروسته په سيمه کې پلټنې کړې او پېنځه نور وسله وال يې ژوندي نيولي دي ))

بله خوا بيا وسله والو طالبانو تېره ورځ د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ د هاوان بريد کړی دی چې پکې شپږ تنه عام وګړي ټپيان شوي دي.

سید شاه سقیم غزنی

د ميدان وردګو د والي وياند وايي چې د وسله والو په بريد کې ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو د دغو بريدونو په اړه څه نه دې ويلي.

ميدان وردګ د هېواد مرکز ته څېرمه نا ارامه ولايت دی چې وخت نا وخته ورڅخه د ناامنيو د پېښو خبرونه راځي .

په دغه ولايت کې د ناامنيو په زياتو پېښو کې پر وسله والو طالبانو او افغان سرتېرو سربېره عام وګړي هم وژل شوي.

XS
SM
MD
LG