د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د خپل وطن ورانول پرېږدی. کرزی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی



که څه هم ولسمشر حامد کرزي په تېرو اخترونو کې په پرله پسې توګه وسله والو مخالفینو ته د سولې بلنه ورکوله، خو دا ځل یې خپله غوښتنه یو څه بدله کړه.

ولسمشر کرزي چې د جمعې په ورځ د لوی اختر د لمانځه له ادا کېدو وروسته خبریالانو ته خبرې کولې، له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د پردیو وسله پرځمکه کیږدي او د انتخاباتو له لارې دې د افغانستان په حکومت کې برخه واخلي.

̋پر طالبانو او نورو مخالفینو غږ کوو چې د خپلې خاورې ټکول، د خپلو خلکو وژل، د خپل مسجد ورانول او د پردیو د اهداف لپاره کار کول دې پریږدي. را دې شي او خپله خاوره کې دې آبرومندانه او له اساسي قانون سره سم ژوند وکړي، هر مقام ته یې چې زړه غواړي، خلک دي، انتخابات دي، ودې دریږي رایه دې واخلي، که غواړي چې حکومت ته راشي، خدای دې راولي، د افغانانو او مسلمانانو په توګه ددې خاورې حق داره دي̋

ولسمشر د لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ افغانستان او ځینو نورو اسلامي هیوادونو ته چې دا مهال جګړه په کې روانه ده د دوعا لاسونه پورته کړل او هیله یې وښوده چې په دغو هیوادونو کې دایمي سوله راشي.

حامد کرزي یوځل بیا یادونه وکړه چې تروریزم د افغانستان او پاکستان ګډ د ښمن دی او باید چې پاکستان یې په وړاندې صادقانه مبارزه وکړي.

ولسمشر د پاکستان سیاسي مشرانو ته د خپلو لیږل شوو لیکونو یادونه هم وکړه او وې ویل چې د هغوی له خوا یې ښه ځوابونه ترلاسه کړي دي.

̋وینو چې د پاکستان ښوونځي سوځول کیږي اوخلک یې وژل کیږي، د افغانستان ملت غواړي چې دواړه هیوادونه له دې رنځ څخه خلاص شي.

خو دا کار د پاکستان او په ځانګړې توګه د دغه هیواد د مشرانو له صادقانه همکارۍ پرته امکان نه لري.
پرملالې یوسفزۍ له حملې وروسته ما د پاکستان سیاسي رهبرانو ته ځینې لیکونه ولیږل، ما په دې برخه کې د پاکستان له ولسمشر او ددغه هیواد د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان څخه ښه ځوابونه ترلاسه کړي، هیله دې په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي̋

حامد کرزي پاکستان ته په خپلو لیږل شویو لیکونو کې د دې هیواد له چارواکو غوښتي وو چې له ترویزم سره جدي مبارزه وکړي.

ولسمشر یوځل بیا له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د وضیعت په اړه هرډول اندیښنې رد کړې او وې ویل چې هیواد د پرمختګ په لور روان دی.

راپور: اسدالله لودین، کابل

XS
SM
MD
LG