د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډېورنډ کرښه رسمي او نړیواله پوله ده، پاکستان


پاکستان وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله ډيورنډ لاين په نړيوال کچ منل شوې پوله ده او پاکستان په دې اړه څرګند دريځ لري چې دا يوه حل شوې او منل شوې کرښه ده.

په اسلام آباد کې د بهرنيو چارو په وزارت کې اوونېزې خبري غوندې ته د وينا پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند معظم احمد خان وويل چې د افغانستان سره په بعضې معاملاتو کې کړکېچ موجود دې او بايد دا د د خبرو اترو له لارې هوار شي خو د هر څه باوجود د دوانړو ملکونو مقصد يو دې چې په افغانستان کښې امن او قلارې وي.

تر دې وړاندي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم د ډيورنډ کرښې د رسميت په هکله بيان ورکړی و چې بيا وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت لخوا وغندل شو او دا يې د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاس وهني په مانا تعبير کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG