د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمعې پر ورځ په افغانستان کې اختر دی


سبا (جمعه) په افغانستان، سعودي عرب، خلیجي هیوادونو، اروپا، آسټرالیا، افریقا او امریکا کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د خالي یا شنبې پر ورځ به په پاکستان کې د اختر لومړۍ ورځ وي.

د پنجشنبې پر ورځ، په سعودي عرب کې د حج دویمه ورځ وه چې په کې د حج خطبه وشوه.

شا و خوا درې میلیونه حاجیان د عرفات پر غونډۍ ور ټول شوي ول.

عرفات غونډۍ د مکې په ختيځ کې پرته ده چې ويل کېږي د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) په اوومه مه ميلادي پېړۍ کې دلته خپله وروستۍ خطبه ورکړې وه.

د لمر تر پټېدو وروسته حاجيان د مينا او عرفات په منځ کې مزدلفه ته تللي او کاڼي راټولوي چې د جمعې په ورځ شيطان په کاڼو وولي.

د سعودي مفتي اعظم شېخ عبدالعزيز په مسجد نمره کې د حج خطبه هم واوروله.
XS
SM
MD
LG