بنو - رپورټونه وایي، د پاکستا قبایلي سیمې شمالي وزیرستان په میرامشا کې د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې دوه کسان وژل شوي دي.
امنیتي چارواکي وایي دغه برید د چارشنبې پر ورځ د میرامشا په تپي کلي کې شوی دی.
د سیمې خلک وایي برید پر یو کور شوی، چې په کې یوه ښځه او یو ماشوم ووژل شو، او دوه ماشومان ژوبل شول.
ځايي استخباراتی چارواکو هم د دې پخلی کړی او ویلي یې دي چې پرونۍ ډرون حمله د یوه ځايي کس په کور تر سره شوې ده.
په پاکستان کې د ډرون بریدونو په اړه سخته ناخوښي موجوده ده، او د دغه هیواد حکومت یي غیر قانوني او د یاغیانو خلاف د ګټې پر ځای تاوان بولي.
هلته امریکا په بیا بیا پاکستان ته ویلي چې په شمالي وزیرستان کې دې د حقاني وسله والې ډلې پر ضد عملیات وکړي خو پاکستان وايي، پر یو وخت په ډېرو ځایونو کې نه شي جنګېدای.
امریکا وايي، د حقاني شبکې وسله وال په افغانستان کې پر بهرنیو پوځیانو او حکومتي ودانیو او کار کوونکو په لویو حملو کې ککړه ده.