د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان دې طالبانو ته پاکستاني پاسپورټونه ورکړي'



پامیر ساحل

پراګ - د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتي چې ځینو طالب مشرانو ته دې پاکستاني پاسپورټونه ورکړي چې هغوی ورباندې سفر وکړلای شي او د سولې په خبرو کې برخه واخلي. له افغان طالبانو سره د امریکا د سولې لومړۍ خبرې په قطر کې روانې وې چې بیا ودرېدې.


په کابل کې د خبري غونډې پر وخت د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویاند اېمل فیضي وویل، له پاکستان و امریکا سره یې خبرې روانې دي چې طالب مشرانو ته اسانتیاوې ورکړي:

((د افغانستان دولت مخالفه وسله وال مشران چې غواړي د سولې په بهیر کې برخه واخلي هغوی ته د اسانتیاوو ورکولو په اړه موږ له پاکستان او امریکا سره خبرې اترې کوو. دا ځکه چې موږ وکولای شو د وسله والو مخالفینو ځینې مشران که هغه طالبان وي او که نور وسله وال، هغوی ته داسې زمینه وربرابره کړو چې د سولې د عمل برخه شي.))

د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي وویل، د افغانستان دولت مخالفین په پاکستان کې اوسي نو ځکه د پاکستان رول ډېر مهم دی.

(([له دې سهولتونو یو] چې موږ یې وړاندیز کړی هغه ځینو طالب مشرانو ته د پاسپورټونو ورکول دي چې هغوی د خبرو اترو له پاره هر ځای ته سفر وکړلای شي. په دې اړه موږ خبرې پیل کړې دي، او غواړو چې د پاکستان له همکارۍ سره پر مخ لاړ شو ځکه چې د افغانستان دولت مخالفین په پاکستان کې اوسي نو د اسلام اباد رول په دې ترځ کې ډېر مهم دی.))

ایمل فیضي وویل، د پاکستان صادقانه همکاري او هڅې د افغانستان د سولې له پاره اړینې دي.

تر اوسه افغان طالبانو په ښکاره ویلي دي چې د ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره به تر هغې د سولې خبرې و نه کړي چې له امریکا سره یې خبرې بیا نه وي پیل کړې.

طالبانو په جنورۍ کې اعلان وکړ چې په قطر کې دفتر پرانیزي چې د سولې په خبرو کې اسانتیا تر لاسه کړي خو بیا یې په مارچ کې د دې دفتر د بندولو اعلان وکړ.

طالبانو پر امریکا تور پورې کړ چې د سولې په خبرو کې سنجیده نه ده او پر خپلو ژمنو نه درېږي.

طالبانو ته د پاسپورټ ورکولو پر موضوع د پاکستان حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي خو د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې په وینا، په کابل کې د اسلام اباد سفیر محمد صادق وايي، دوی به د طالبانو قطر ته د لېږدولو له پاره اسانتیا برابروي.
XS
SM
MD
LG