د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې له ترهګرۍ ځپل شوي نور ماشومان




بي بي سي په خپله ويب پاڼه يوه مقاله خپره کړې چې په کې ويل شوي، د سوات په ملاله د طالبانو لخوا شوی بريد هغه ګواښونه په ګوته کوي چې د وسله والو شخړو په ترڅ کې په پاکستان کې سکولونو ته تلونکي ماشومانو ته متوجه دي.

په مقاله کې راغلي، له افغانستان سره په پوله لګېدلې د پاکستان د قبايلي سيمې، چې طالبان په کې خوندي پناه ځايونه لري، لسګونه زره ماشومان له خپلو کورنيو سره بې کوره شوي دي. په سيمه کې د تعليم پر ضد د طالبانو د کمپاين له کبله، چې د ۲۰۰۶ م کال نه را په دېخوا يې شاه وخوا زر سکولونه تباه کړي، زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شول.

بي بي سي وايي، که څه هم د پاکستاني پوځ د عملياتو په نتيجه کې ځينې سيمې له اورپکو خالي کړل شوي، خو دغلته سول انتظاميې لا هم پر چارو بشپړ کنټرول نه دی تر لاسه کړی. مقاله په عين وخت کې زياتوي چې په ځانګړې توګه په شمالي وزيرستان او د جنوبي وزيرستان، اورکزو او خيبر ايجنسۍ په ځينو برخو کې اوس هم ترهګر د پام وړ شمېر پټن ځايونه لري.

د بي بي سي په مقاله کې ويل شوي، ملاله د طالبانو د تعليم ضد کمپاين سپين ګويه انتقاد کوونکې وه، خو چون د ښوونځي يوه ماشومه وه نو کله يې هم يقين نه کاوه چې طالبان به ورته د يوه جدي خطر په توګه وګوري.

مقاله کاږي، ملاله په پاکستان کې د روانې وسله والې شخړې يوازينۍ قرباني ماشومه نه وه، بلکې طالبانو تېر کال پېښور سره نيږدې په يوه کلي کې د سکول پر يوه بس بريد وکړ چې په ترڅ کې يې څلور ماشومان مړه او ۱۲ نور ټپي شول، چې په کې دوه اوه کالنې جينکۍ هم وې.

بي بي سي د پاکستانيو چارواکو هغه ادعا هم راخيستې چې وايي، له ۲۰۰۱ ز کال را په دېخوا د ترهګرو پر ضد وسله واله مبارزه کې د دې هېواد ۳۰۰۰۰ عام وګړي او ۳۰۰۰ سرتېري وژل شوي، خو د يادې ادارې په وينا، په دغه جګړه کې د وژل شويو ماشومانو شمېر نه دی مالوم.

بي بي سي په دغه موضوع د ملګرو ملتونو لخوا د خپور شوي وروستي راپور په حواله وايي چې يوازې په ۲۰۱۱ م کال کې، په پاکستان کې د ماين او سړک غاړې بمي چاودنو او دغه راز هدفي وژنو په پېښو کې لږ تر لږه ۵۷ ماشومان ووژل شول.

د بي بي سي په مقاله کې د هغو راپورونو ذکر هم شوی چې وايي د پاکستان په قبايلي سيمو د امريکا ډرون بريدونه هم د يو شمېر ماشومانو د وژل کېدو لامل کېږي.

مقاله زياتوي، وسله وال د پاکستان د قبايلي سيمو په خپلو پټنځايونو کې ورکوټي ماشومان د ځان مرګي بريدونو لپاره تربيه کوي، او د ملګرو ملتونو د راپور په حواله بيا وايي چې په ۲۰۱۱ م کال کې په پاکستان کې ۱۱ ځان مرګي حملې د همدغو وړو ماشومانو په وسيله وشوې.

XS
SM
MD
LG