د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان هند ته د ترهګر و په تلو کې مرسته نه کوي"




رابعه اکرم مشال راډیو

اسلاآباد: پاکستان د هند د داخله چارو وزير هغه تور ردوي چې پاکستان هند ته د تره ګرو په تګ کې کمک کوي. د خارجه چارو وزارت له اړخه جاري شوې خبر پاڼې له مخې، چې دا الزام بې بنياده دی او داسي قسمه بيانونه د دواړو هيوادونو تر مينځ تعلقات خرابولای شي.

خبر پاڼه زياتوي چې د هند د داخله چارو وزير سره که څه ثبوت وي نو هغه دې له پاکستان سره شريک کړي.

د هند له اړخه د لګول شویو تورونو په باب د بهرني چارو کار پوه او په پيښور پوهنتون کې پروفېسر ډاکټر سرفراز خان وايي په پاکستان او هند کې داسي خلک شته چې هغوی نه غواړي چې د دواړو ملکونو تر مينځه تعلقات معمول ته راشي.

،، په دې کې دوه قسمه کسان دي يو داسې دي چې هغوی امنيت راوستل غواړي او بل داسې قوتونه چې هغوی اړيکې ښه کيدل نه غواړي نو چې کله هم د امن او تجارت لپاره پرمختګ کيږي نو څه نا څه داسي پيښي وشي چې هغه دا عمل خرابوي. د جګړه مارو خپل معيشت دی او د امن د خلکو خپل. او هغوی غواړي چې د امن عمل په شا لاړ شي ،،

يو بل د بهرنو چارو کار پوه ډاکټر فخرالاسلام وايي، چې د دواړو ملکونو له اړخه کوم د امن او تجارتي هلو ځلو لپاره کوښښونه شوي دي نو له داسې بيانونو متاثره کېدای شي.

،، زما په خيال هند يو اړخ ته له پاکستان سره تعلقات او تجارتي اړيکې بحالې کړې او بل اړخ ته دوی داسي تورونه لګوي نو دا به يقينن دغه اړيکو او کوښښونو ته ډير لوی نقصان رسوي. ماته خو داسې ښکاري چې د هند په حکومت کې بعضي خلک داسي دي چې هغوی د دواړو ملکونو په تعلقاتو خوشاله نه ښکاري نو دا د هاغه لابي يو کوښښ کيدای شي چې د وزير داخله دا بيان يې د ورځپاڼو په ذريعه ورکړو ،،

ياده دي وي چې له څه مودې راهيسې د دواړو ملکونو له اړخه مختلفو ډلو د ښه تعلقاتو لپاره تګ را تګ شروع کړی دی.

XS
SM
MD
LG