د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:د ډاکټرانو ژوند او کار و خوندي نه دي




نیازموساخېل

په بلوچستان کې ډاکټران وایي، دوی په صوبه کې د خپل ژوند او کار په اړه له سختو حالاتو سره مخامخ شوي دي. د ډاکټرانو هدفي وژنې او د پېسو لپاره تېښتونه او وژنه، د دوی په وینا، اوس عامه خبره ګرځېدلې ده. په صوبه کي د ډاکټرانو اتحادییې یو مشر په وېنا، په تېرو نږدې کلونو کې تر ۲۷ زیات ډاکټران وژل شوي او تر ۱۲ پورې د تاوان لپاره تېښتول شوي دي. دی ادعا کوي، چې د بدامنۍ له وجې یو شمېر ډاکټران له صوبې او ملکه د کډه کولو په حال کي دي.

د بلوچستان د ډاکټرانو اتحادییې صوبایي سیکرټر،ډاکټر آفتاب کاکړ مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل چې په صوبه کې ډاکټران له یو شمېر امنیتي ستونزو سره مخامخ شوي دي ٫٫موږ ډاکټران ډېر په بد حال کې یو.په دا تېرو نږدې اونیو کې زموږ دوه ډاکټران ډاکټر عبدالحمید په مستونګ کي او ډاکټر داود عزیز په خضدار کې د هدفي وژنو په ترڅ کې ووژل شو. دغه شان په تېرو نږدې وختونو کې له ډاکټرانو په زوره ګڼې پېسې واخیستل شوې.دغه حالات دي زموږ پر وړاندي.په ټوله صوبه کې ډاکټرانو ته دهړکې ورکول کېږي او پرټېلېفونونو دهړکې او دهمکۍ را کول کېږي.مطلب دا چې نن سبا په بلوچستان کې د ډاکټرانو حال تر هر چا بد دی٬٬

ډاکټر آفتاب کاکړ زیاته کړه، په تېرو نږدې کلونو کې یو شمېر ډاکټران وژل شوي او یا بیا د پېسو لپاره تېښتول شوي دي ٫٫په تېرو پنځو کلونو کې ۲۷ ډاکټران په صوبه کې وژل شوي دي او زیاترو د هدفي وژنو په ترڅ کي ژوند له لاسه ورکړی دی او تر دې دمه تر ۱۲ زیات ډاکټران د پېسو یا تاوان لپاره تېښتول شوي دي.تر۶۰ زیاتو ډاکټرانو څخه د وسلې په زور ګاډۍ وړل شوي دي او تر شاوخوا ۱۲ ډاکټرانو په کرونو کې ډاکه اچول شوې او د دوي له کورونو قېمتي څیزونه وړل شوي دي٬٬


ډاکټران وایي،د پېسو لپاره د دوي تېښتونه اوس عامه خبره ګرځېدلې ده.دوي زیاتوي،داسي تر اوسه نه ده شوې،چې ډاکټر دې د پېسو ورکولو نه پرته را خوشي شوی وي ٫٫ډاکټر دین محمد بنګلزیي یو څه موده مخکي تېښول شوی وو. نه یواځي یې په زور او وسلې و تېښتوی،بل یې نوموړی له وړلو سره سم په یوې څاه (کوهي) کي ورغورځولی وو او هم هلته به یې ډوډۍ ورکوله او هم هلته به خبرې او نور د ژوند ضروري لوازمات....اندازه ولګوی چې په څومره جابرانه وګه چلند له نوموړی سره شوی،تر څو نوموړی تر فیشار لاندي راولي او له پېسو ورکولو نه پرته بله خبره ورسره وکړي....دا چلن نږدې له هر ډاکټر سره شوی اویا خو به تېښتوونکیو ته بازمي پېسې ورکول کېږي او یا به دوي ډاکټران وژني٬٬

ډاکټر آفتاب کاکړ مخته ووېل،چې وضعې ته په کتو یو شمېر ډاکټران یا خو له بلوچستان او هېواده وتلي دي او یا بیا د کډه کولو په حال کې دي ٫٫ډېر نږدې به هغه وخت راشي چې په کوټه او بلوچستان کې به یو ښه ډاکټر هم نه شي پاتې او خلک به د درملنې لپاره لاهور،کراچۍ او نورو صوبو ته په تلو مجبوره وي٬٬

دا چې حکومت په دغه لړ کې څه کړي او څه رول لوبوي هم او که څنګه؟دا پوښتنه مې د بلوچستان د صحت محکمې سیکرېټري، عصمت الله کاکړ څخه وکړه. نوموړي د پوښتنې په ځواب کې ووېل چې سرکار پخوا هم د ډاکټرانو د ساتنې غم خوړلی او اوس هم په دغه لړ کې یو پلان ترتیبوي ٫٫د لوړ رتبه چارواکیو په مشري کې په دغه اړه بېلابېلې غونډې شوي او لا هم روانې دي او یقینًا دا د سرکار ذمه واري ده چې ډاکټرانو او نورو هر چا ته ساتنه ورکړې. موږ به دوی ته د لیویز او پولیس سرتېرو په شکل کي انتظامات وکړو.تر دې مخکي په روغتونونو کې موږ په پوره توګه دوی ته ساتنه ورکړې ده٬٬

یاده دې وي،یو څو ورځې مخکې په مستونګ او خضدار کې د دوو ډاکټرانو د هدفي وژنو له پېښو ورسته،په کوټه کې ناڅرګنده کسانو د سترګو د ناروغیو پوهاند،ډاکټر سعید احمد تېښتولی وو،چې لا هم بازیابه شوی نه دی.د نوموړي د تېښتونې ضد په ټول بلوچستان کې د ډاکټرانو له اړخه تر ناڅرګنده وخته کار بندیز روان دي.

XS
SM
MD
LG