د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان واکمن يوه بهترينه موقع بایلي




وال سټريټ ژورنال ليکي، په داسې حال کې چې د امريکا د ولسمشريزه انتخاباتو په اوسني کمپاين کې په افغانستان کې د روانې جګړې مساله يوې څنډې ته وهل شوې، ګڼ شمېر امريکايان کېدلای شي حيرانه وي چې ولې يې ۶۸۰۰۰ سرتېري په دغه هېواد کې دېره پاتې دي. په مقاله کې، پر دې سربېره چې اوباما انتظاميه په ۲۰۱۴ م کال کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د اېستلو خبره کوي، پوښتنه شوې چې آيا امريکا نه شي کولای خپل ځواکونه ژر وباسي او د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره يوازې له ډرون بريدونو او ځانګړو ځواکونو کار واخلي؟

مقاله وايي، د القاعده د کمزوري کولو له ادعاوو سره سره دغه شبکه په مينځني ختيځ او جنوبي آسيا کې بيا سر راپورته کوي او زياتوي چې امريکا دا مهال يوازې په افغانستان کې، چې د ورځپانې په خبره، القاعده په کې مضبوط مرکزونه لري، د دغه شبکې پر ضد په سخته جګړه بوخته ده.

خو وال سټريټ ژورنال کاږي، امريکايان د دغې جګړې په اړه محدود مالومات تر لاسه کوي. په دې ورستيو کې دوئ ته د افغان ځواکونو له ليکو پر امريکايي ځواکونو د حملو په اړه وويل شول. ورځپاڼه وايي، په دې خبره پوهېدل مهم دي چې دا بريدونه د طالبانو خواخوږي تر سره کوي، چې په ترڅ کې يې د امريکا او افغان امنيتي ځواکونو تر مينځ جوړېدونکې همکاري اغېزمنېږي.

بلخوا د ابو ظهبۍ يوې ورځپاڼې دي نيشنل د پاکستاني ليکوال او څېړونکي احمد رشيد مقاله خپره کړې ده چې په کې ويل شوي، په څوارلس کلنه ملاله يوسفزۍ شوی بريد په پاکستاني حکومت او پوځ د طالبانو پر ضد د کوټلي اقدام کولو لپاره د بې ساري ولسي فشار لامل شو. خو د نوموړي په خبره، داسې ښکاري چې دغه موقع به له لاسه ووځي.

احمد رشيد ليکي، سربېره د طالبانو په دړکو چې ملاله امريکايي ايجنټه ده او دوئ به يې بيا هم په نښه کوي، د پاکستان ښي لاسي ګوندونه، لکه عمران خان او د مذهبي پارټيو مشران د دوئ پر ضد د عملياتو مخالفت کوي، ان دا چې د دغه بريد لپاره د طالبانو له ملامتولو هم انکاري دي.

ليکوال وايي، د پاکستاني پوځ کمانډرانو د شورو د ورځې په خپله ليدنه کې پرېکړه وکړه چې د طالبانو پر ضد عمليات به د هېواد د ټولو سياسي ګوندونو او دغه راز د حکومت او پوځ تر مينځ د يوې موافقې مخې ته له راتلو وروسته کېږي. د احمد رشيد په وينا، د پاکستان حکمرانه طبقه لګيا ده يوه بهترينه موقع له لاسه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG