د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: هغه انجلۍ ده چې پاکستان یې بدل کړ


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ




په نیوز ویک مجله کې لیکواله شېربانو تاثیر د ملالې یوسفزۍ په اړه لیکي، پر هغې وسله وال برید دا څرګنده کړه چې دا ټوله جګړه د تعلیم په سر ده. د لیکوالې په خبره په پاکستان کې یوی ځپونکې طبقې په هیواد کې دننه د مدرسې له نظام سره وده موندلې ده. او زیاتوي دغه مدرسې د واک غوښتونکو ملایانو لخوا جوړې شوې دي.

لیکواله شېربانو وړاندې لیکي، خو بیا تره ګري په خپله د خپل تاوان سبب هم جوړیږي. لیکواله وړاندیز ورکولو سره لیکي چې سکولونه د خپل ښه نصاب سره د انتقادي سوچ عادت اچولی شي. او دا هاغه څه دي چې طالبان ترې ډېر وېریږي. د لیکوالې په خبره په انتقادي سوچ کې د تره ګرۍ د له مینځه وړلو طاقت وي او دا هاغه آزادي ده چې جهاديتوب کې نه وي موجود.

د لیکوالې په خبره په پاکستان کې دننه او غرب کې په ملاله باندې د برید په ترڅ کې د راپاریدلې قهر له امله د ځان سمولو پر ځای طالبانو خبریالانو ته دهړکې ورکړي دي.

لیکواله وړاندې لیکي د پاکستان حکومت د ملالې د علاج خرچه په خپل سر اخیستې او ورته به تمغه شجاعت هم ورکوي. د دې سره سره یې د دوه نورو زخمي شویو جینکو کورنیو ته د نوکریانو ورکولو وعده کړي. خو ډېر خلک اندیښمن دي چې تقریبا د دوه سوه کسانو د ګرفتارۍ باوجود به په دې کیس کې هم د ذمه وارو کسانو پر ضد کاروایي و نه شي او تحقیقات به ناکامه پاته شي.

XS
SM
MD
LG