د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري وايي د ترهګرۍ خلاف به جنګ روان وي




د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې ،د جنوبي ایشیا د خبریالانو د ټولنې ( سافما ) پنځم کانفرانس ته د وینا پرمهال وویل ، د ترهګرۍ پر ضد جنګ ته به دوام ورکوي. نوموړي وویل دسوات په ګډون د پاکستان په ځینو برخو کې لاهم امنیتي چیلنجونه شته چې د حل کولو لپاره یې ددوی حکومت په کار لګیادی او زر به پرې قابو ومي.

ولسمشر زیاته کړه د ملاله یوسفزۍ په ګډون د ترهګرۍ دښکار شوو ټولو ماشومانو په غم غمجن دی.زرداري وویل د ملالې یوسفزۍ کورنۍ ته یې د امنیت د ساتلو وړاندیز کړی و خو هغوی نه و قبول کړی، او داهم کیدای شي چې د امنیت اخیستو باوجود پرې وسله والو برید کړی وای.


نوموړي داهم وویل چې د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې پاکستان چې کله برخه اخیسته نو د ټولو ګوندونو په اتفاق سره دا کار شوی و . همدارنګه چې کله حکومت په سوات کې د عملیاتو پریکړه کوله هم نو ټول ګوندونه یې په باور کې اخیستي وو.

اصف زرداري وویل په پاکستان کې د عدلیې دازادۍ او زړورتیا ډیر شعارونه ورکول کیږي خو حقیقت دادی چې د سلمان تاثیر په کیس کې حکومت سره یو وکیل هم مرسته نه ده کړې او څوک هم د تاثیر وکالت ته غاړه نه ږدي، خو بل پلو د هغه د وژونکي ممتاز قادري د وکالت لپاره یو پخواني مشر قاضي هم خپل خدمات وړاندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG