د لاسرسي ځای

تازه خبر

دملالۍ پېښې طالبان له برمه وغورځول


سرچينه : ډان ورځ پاڼه
ژباړه : منورشا

د ډان ورځپاڼې په دې مقاله کې لیکوال محمد عامر رانا وايي په ملاله یوسفزۍ د برید وروسته طالبان د سختې ولسي غندنې سره مخ دي او په خاصه توګه ددغه برید دذمه وارۍ په سر اخیستلو نه پس یې څو واره دهغې د جایز ګرځولو هڅه وکړه خو پکې تر دې دمه بریالي نه دي او د مایوسۍ ښکار دي.


لیکوال وايي په دې تېرو څو کلونو کې طالبانو د حالاتو نه ډېره ګټه پورته کړې او دولسی خلکو رایې یې خپل حق کې استعمال کړي، په دغې کې طالبان اوله خبره دا کوي چې په افغانستان امریکا یرغل کړې او دهغې خلاف جهاد پکار دي، بیا وايي چې د امریکا د پلوي حکومت خلاف هم جهاد روا دی، او دا راز دوی د پاکستاني پوځ او حکومت خلاف پروپیګنډه کوي او بیا طالبان دځان نه د بدلو فرقو او مسلکونو خلاف جنګ هم جایز ګرځوي چې له وجې یې په هېواد کې د تشدد لړۍ روانه ده.

دورځپاڼې ترمخه طالبان دخپل نظر نه دبدلې خبرې اوریدلو ته هم نه دي تیار او دې لړ کې د طالبانو قوت دهغوی کمزوري جوړه شوې یعنې که څوارلس کلنه ملاله هم دهغوی د سوچ نه بدله خبره کوي نو په نښه کوي یې، چې له وجې یې دطالبانو پلویان هم دهغوي خلاف شوي دي.

د لیکوال په نظر، طالبان درې غټ اهداف لري. اول دپاکستان امنیتي ادارې دعدم استحکام سره مخ کول، دویم د طالبانو د کنټرول لاندې سیمو نه د حکومت واک ختمول او دریم په آیین کې دخپلې خوښې مطابق بدلون راوستل او دې لپاره دوی دنړیوالې ترهګرې ډلې القاعده سره هم همکاري کوي.

د لیکوال په وېنا ،د پاکستان او افغانستان په طالبانو کې فرق دی خو که پاکستاني طالبان د افغاني طالبانو نه ځان په مکمله توګه جدا کوي نو بیا دوی دامریکا او مغربي یرغل خبره په خپل حق کې نشي استعمالولی. دا راز پاکستان کې مذهبي سیاسي ډلې هم په زړه نا زړه دي ځکه چې دوی په څرګنده توګه د طالبانو مخالفت نه شي کولی او دهغوی د ګامونو ملاتړ هم نه شي کولی.

لیکوال وايي،طالبان داسې حد ته رسیدلي چې اوس هغوی د خپل سوچ نه نشي په شا کیدلې او په دې ورستیو کې د سخت دریځو ګوندونو ګډ تنظیم دفاع پاکستان کونسل چې زیاتره په ولس کې د طالبانو د نظر حمایت کوي، هم اوس د طالبانو سپیناوی نشي کولی.

لیکوال په آخر کې وايي په ملاله یوسفزۍ د برید وروسته میډیا په څرګنده توګه د طالبانو مخالفت شورو کړی خو مسئله دا ده چې د ټی وي چینیلونو په بحثونو کې د کارپوهانو او څیړونکو پرځای زیاتره د سیاسي پارټو مشران برخه اخلي. زیاتره سیاسي لیډران د طالبانو د فعالیتونو مدلل جواب نه لري او دا راز طالبان او په هېواد کې روانه بدامني د خپل سیاسي سوچ او ګټو مطابق وړاندې کوي. خودا وخت د طالبانو په مسئله کې ډز نه بلکه مضبوط دلیل ډېره فایده کولی شي.
XS
SM
MD
LG