د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې پرمیرمنو دتیزابو شیندلو پېښې زیاتې شوي


ویلري خان
ویلري خان



یو غیر سرکاري تنظیم وايي چې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې پر میرمنو د تیزابو د شیندلو پېښې زیاتې شوي دي او یوازې په تیره یوه میاشت کې پر میرمنو د تیزابو د شیندلو څلور دیرش پېښې مخې ته راغلي دي.

د(ایسیډ سروایر فاونډیشن ) یوه چارواکې ویلیري خان وايي، کیدای شي اصلي شمیره تر دې هم لوړه وي خو ځینو سیمو ته د رسنیو لاس رسی نه کیږي نو ځکه نورې پېښې پټې پاتې شوي دي.

پر میرمنو د تیزابو د شیندلو پېښې پخوا د پاکستان په سند او پنجاب صوبو کې ډیرې مخې ته راتلې خو په بې ساري ډول دا پېښې اوس په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې هم مخ په زیاتیدو دي.

دمیرمنو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې وايي پکارده چې پر میرمنو د تیزابو د شینولو خلاف قانون سازي وشي.

XS
SM
MD
LG