د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله په رغېدو ده، ګرده نړۍ ورته دوعاګانې کوي


بشیر ګواښ

پراګ - د برتانیا د ملکه ایلزبیت هسپتال مشر ډاکټر ډيو روسير وايي چې ملاله يوسفزۍ د نرسانو په مرسته په پښو ودرېده او د ليکلو له لارې کولی شي خپل حال ووايي خو لا هم سخته ناروغه ده او پر سر د ګولۍ لګيدو له وجې د زخم اينفيکشن يا ګزک يې د انديښنې وړ دی.


ډاکټر ډيو روسير خبريالانو ته وويل:

((لا هم د ملالې د زخم له وجې اينفيکشن يا ګزک شته چې زموږ بنيادي اندېښنه ده نو بيا هم وايم چې ملاله لا هم له خطره بهر نه ده خو دا درته ویلای شم چې هغه په رغېدو ده. نن چې زه د هغې لیدو ته ورغلم نو په لومړي ځل د بل په مرسته په پښو ولاړه شوه. هغه د ليک له لارې خپل حال ويلی شي. د هغې مو د سا نلۍ کې ټیوب لګولی دی ځکه چې د ګولۍ له لګېدو څخه د هغې د مرۍ پړسېدلې ده او له دې وجې خبرې نه شي کولای. کله چې د سا اخیستو ټیوب ترې وباسو نو موږ ته هیڅ داسې وجه نه ښکاري چې خبرې به ونه کړای شي. په راتلونکو څو ورځو کې ترې دا ټيوب اوباسو.))

د ماشومانو لپاره د تعليم د حق غوښتونکې مبارزه، ملاله يوسفزۍ نېږدې دوه اوونۍ وړاندې په سوات کې طالب وسله والو پر سر وویشته.

ډاکټر روسير وايي چې دا ګولۍ د ملالې له سره، مرۍ او بيا اوږې ته تللي چې په پاکستان کې ترې ویستل شوي خو زيان يې ډير اړولی.
نوموړي د هغې د راتلونکې درملنې په اړه وويل:

((د ملالې د راتلونکې علاج په اړه به ووايم چې زموږ متخصص ډاکټران په طبي توګه د هغې بيا پر حاله کېدو او ګزګ ختمولو يقيني کولو ته ګوري چې خوا او شا دوه هفتې وخت به ونيسي. بيا به د هغې د کوپړۍ لرې کړل شوی برخه يا خو واپس د هغې پر همغه هډوکې ورجوړيږي او يا به هم مصنوعمي هډوکی ورته استعماليږي. د هغې پر ژامې هم کار ته ضرورت شته چې په خوا او شا دوو هفتو کې به يې ارزونه کيږي.))

د ملالې يوسفزۍ سره د هغې دوه ملګرې شازيه او کاينات هم زخميانې شوي خو د هغوی حالت هغومره بد نه وو.

پر ملالې بريد، د نړۍ ميلونونو خلکو د مظاهرو او ليکنو له لارې په سختو ټکو کې وغانده.

د ملالې یوسفزۍ لپاره د برتانیا د برمينګم، کوين الیزبېت روغتون پر خپل ويبسایټ د بسپنې يا عطیې جمع کولو پاڼه هم پرانيستې او خلک کولی شي چې هغې ته خپلې پيرزووينې وليکي.

له دې زرګونو پيغامونو څخه يې ځينې داسې دي:

له برازيل څخه ايندرې دي کارلوز ليکلي چې ملالۍ زړوره نجلۍ ده او هر څه چې ورسره وشول، هغه ډير خفه کوونکي دي خو په يقيني توګه به دا بيا جوړه شي.

اسماعيل له عرب اماراتو څخه ورليکلي چې ملاله په پاکستان او افغانستان کې د پښتنو وياړ ده.

ډيرین بيکر په خپل پريښي پيغام کې ليکلي چې د هغې لور څلور کالنه ده او له سبا څخه ښوونځی يا سکول شروع کوي خو په کور کې به د ملالې د بهادرۍ کيسه هېرولو ته پرينږدي.

اسد فاروقي له پاکستانه ليکلي چې ملاله دې تر رغېدو وروسته ژر کورته ورشي ځکه چې ټول خلک ورته سترګې پر لار دي.

ريتوا ليکلي چې ملالې ته له فينلينډ څخه مينه ورلېږي او هيله لري چې ژر تر ژره جوړه شي.

له بنګله دېشه کويل ليکلي، د هغه کورنۍ او ټول بنګله ديش د ملالې د صحت لپاره دوعاګانې کوي.

امريکايي نجلۍ، ايلزبیت ډوهيرتي ليکلي چې د ښځو د حقونو لپاره د ملالې مبارزه بې حده ښه ده. دې ويلي، ملالۍ بايد له دې خبره شي چې په میليونونو خلک يې مينه وال دي، دوعاګانې ورته کوي او نيکې پيرزوينې ورلېږدوي.

د کوین ايلزبیت روغتون مشر ډاکټر ډېوېډ روسير له دې ټولو پيغامونو خبر دی.

هغه خبريالانو ته وويل چې ملاله يوسفزۍ د هغې له پاره د نړۍ د ميلیونونو خلکو پر نيکو خواهشاتو پوهه ده او له هغوی به مننه کوي.
XS
SM
MD
LG