د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې بمي چاودنه، درې امنیتي سرتېري وژل شوي


نیاز موساخېل

کوټه - د پاکستان د بلوچستان په کوټه کې د جمعې په ماښام یوه بمي چاودنه شوې، چې په کې د پولیسو له وېنا سره سم، د امنیتي ځواک ایف-سي درې سرتېري وژل شوي او د درې اېف-سي سرتېرو په ګډون، ټول ۱۰ عام کسان ټپې شوي دي.


د پولیسو په وېنا، پېښه د تېرې جمعې په ماښام د کوټې د سریاب په چکي شاهواني سیمه کې وشوه، چې د امنیتي ځواک اېف-سي ګاډي روان ول.

پولیسو پخلی کړی چې د پېښې هدف امنیتي سرتېري ول.

د پولیسو یو لوړ رتبه مشر ډي آی جي حامد شکیل د پېښې په اړه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ووېل چې د امنیتي ځواکونو د ګزمې ډله د برید هدف وه، چې په دوو ګاډو کې د پېښې له ځایه سره تېرېده.

د ده په وېنا، څنګ ته په یوه ساییکل کي بمي مواد اېښودل شوي ول.

پولیس زیاتوي، دوی د پېښې پلټنې پیل کړې دي او په دغه لړ کې یې شاوخوا ۹ مشکوک کسان نیولي هم دي.

بل اړخ ته د بم ډسپوزل سکواډ بیا ویلې چې په چاودنه کې ۸ کیلو چوونکي مواد کارول شوي دي.

بلوڅ بېلټون غوښتونکې ډلې ((بلوچ لبرېشن آرمي)) د پېښې پړه په غاړه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG