د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې له ۲۰۰۸ کال راهیسې لګېدلی ګرځبندیز ختم


په باجوړ کې د عملیاتو او چاودنو له کبله ګڼ شمېر ودانۍ ړنګې شوې دي.
په باجوړ کې د عملیاتو او چاودنو له کبله ګڼ شمېر ودانۍ ړنګې شوې دي.


د پاکستان په قبایلي سیمې باجوړ کې امنیتي چارواکو له ۲۰۰۸ز کال راهیسې لګېدلی شپې مهاله ګرځبندیز ختمولو اعلان کړي دي.

په باجوړ کې د وسله والو پر ضد په ۲۰۰۸ز کال کې پوځي عملیات پیل شوي ول او له هم هغه وخته راهیسې په کې د شپې مهال ګرځبندیز لګول کېده.

امنیتي چارواکو بېګا ماښام د کرفیو ختمولو اعلان وکړ او و یې ویل چې په سیمه کې حالات ښه شوي دي.


په سیمه کې موجود یوه پوځي مشر برېګېډيیر حیدر علي ویلي ولس به اوس د شپې مهال هم په بازارونو کې سودا اخیستو له پاره تللای شي.

د سیمې اوسېدونکو د باجوړ امنیتي چارواکو د پرېکړې هر کلی کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په باجوړ کې هم د نورو قبایلي سیمو په څېر وسله والو طالبانو خپل نظام عملي کړی وو چې تر دې وروسته نه یوازې د باجوړ په بېلا بېلو سیمو کې امن لښکرې جوړې شوې بلکې پوځ هم عملیات وکړل.

په دې امن لښکرو کې یو د سالارزو وو چې ورباندې وسله والو یو شمېر حملې وکړې او له وسله والو سره په نښتو کې هم د دې لښکر ګڼ شمېر غړي ووژل شول.

په باجوړ کې د عملیاتو له کبله ګڼ شمېر کورنۍ هم له سیمې د پښتونخوا او پنجاب صوبو ښارونو ته په کډه کولو مجبوره شول او ډېری خلکو په کیمپونو کې واړوله.
XS
SM
MD
LG