د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د طالبانو پرضد افغان ولسي پاڅون په پراخېدو دی"





خبري اژانس ايسوسېټېډ پريس په يوه رپورټ کې راغلي دي چې امريکا په افغانستان کې د طالبانو پرضد د ولسي پاڅون د پراخېدو تمه لري ، همداراز افغانان هم د طالبانو لخوا د سکولونو د بنديدو او نورو عملياتو له وجې ستړي شوي دي.

په رپور ټ کې راغلي دي چې په تېر سپرلي موسم کې د افغانستان په سل ميله علاقه کې ځايي اوسېدونکو د افغان او امريکايې سرتېرو د ملاتړ نه بغير د وسله ولو طالبانو پرضد وسله وال پاڅون شورو کړو ، امريکايان تمعه لري چې افغان چارواکي به په کونساف سيمه کې د معمولي نوعيت دغه وسله وال پاڅون يو لوی غورځنک باندې بدل کړي. کېدې شي چې له دې سره هغه سيمې هم آزادې کړې شي چې په کې د ناټو او امريکايې ځواکونو لخوا د يولسو کلونو د عملياتو باوجود د وسله والو طالبانو غلبه ده.

په غزني ولايت کې ځايي اوسېدونکي نه غواړي چې بهر خلکو ته خپل واک ورکړي ، لکه دوی نه غواړي چې طالبان ، امريکا يان او افغان چارواکي پر دوي اختيار ولري. امريکايان دا روايت قوي کول غواړي او تمه لري کېدې شي له دې سره لوبه بدله شي او که نور څه نه وي نو کم از کم دا به وشي چې طالبان به له يو نوي مذاحمت سره مخامخ شي.

په عېن حال کې امريکايان غواړي چې څوک دغه افغانان په دې مطمین کړي چې د افغان حکومت پلوي وکړي ځکه چې دا بل څوک نه دي بلکي د دوی خپل خلک دي.

د افغان پوځ مشر امريکايې مشاور برېګډیېر جنرل جان چرلټن چې په عراق کې يې ورته پاڅونونه په خپله ليدلي دي وايې چې په ځینو حالاتو کې طالبانو سخت عکس العمل ښودلی او د ولسي پاڅونونو مشران وژني خو د دې باجود دغه تحريکونه دوام لري او طالبانو ته يې لوي زيان اړولی دی.

امريکايې پوځي جرنېل په تېره اونۍ کې د غزني په او بند ولسوالۍ کې د يو پوځي مرکز دوره کړې وه ، دغه ولسوالۍ او ګېلان ولسوالۍ امريکايې پوځيانو خوشې کړې او د دغه خلا د ډاکولو لپاره نيم افغان پوځي پولس ورلېږل کيږي.

امريکايې پوځي جرنېل چرلټن وېلي چې په دغه سيمو کې د طالبانو ضد د فشار زياتولو لپاره بايد چې نور نيم افغان پوځي پوليس هم ورولېږل شي. د افغان سرتېرو امريکايې مشاور چارلټن وايې چې امريکايې پوځيان او د دوي اتلاف غواړي چې د ولسي پاڅون غړي په يو مبارزه کونکي قوت کې بدل کړي ، ځنو بيا دغه پاڅونونه په ۲۰۰۷ کال کې په عراق کې د انبار پاڅون سره موازنه کړي دي. په هغه پاڅون کې سني مسلکه عرب قبايل د القاعده ضد د امريکايانو ملګرې شو ، امريکايانو دغه قبايلي جنګيالو ته وسله او پېسې ورکړې او هڅه يې وکړه چې په عراقي سرتېرو يې وربدل کړي.

همداراز په افغانستان کې د ورته طرز پاڅون په لومړي ځل د اندړو په ولسوالۍ کې شورو شوې وو. خو يو بل امريکايې پوځي چارواکې وايې چې دې کې به لا هم ډير وخت لګي ، دا پاڅون به له يو کلي څخه بل کلي او له يوې ولسوالۍ څخه بلې ته خوريږي او دارنګ کېدای شي چې تر کلونو پورې هغوي ته د دې نتيجې مخې ته ورنه شي.

XS
SM
MD
LG