د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيا : په نوي ښار کې د پاکو اوبو اسانتيا برابريږي



دپکتيا په مرکز ګردېز کې د څښاک اوبو لپاره د يوې زېرمې د جوړېدو چارې پيل شوې چې مالي لګښت يې د ژغورنې د نړيوالې کمېټې يا ای، ار، سي له خوا ورکول کېږي.

دپکتيا مرکز ګردېز کې د څښاک پاکو اوبو لپاره د دې زېرمې جوړېدو چارې په داسې حال کې پيلېږي چې د ګردېز ښار نږدې څلور سوه زره اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

د دغې پروژې د چارو د پيل کېدو پر مهال د ای، ار، سي يا ژغورنې نړيوالې کمېټې سيميز مشر اکبر جان رسنيو ته وويل؛ دا زېرمه تون به دوه ژورې څاګانې ولري او يوه ذخيره چې ۱۸۰۰ کورنۍ به ترې د څښاک له پاکو اوبو ګټه واخلي، ده زياته کړه:

(( دا پروژه دوه څاګان لري چې هر يو يې ۱۲۰ متره ژوروالی لري، او اوبو به يې ټېس کيږي او ذخيره به ترې ډکيږي، د ټولې شبکې طول ۲۴ کيلو متره دی او چارې به يې په پينځه سوه پنځوس (۵۵۰۰۰۰) زره امريکايي ډالرو په لګښت سر ته ورسيږي)).

نوموړي دا هم زياته کړه چې د دې پروژې چارې به د هوا حالاتو په نظر کې نيولو سره د يو کال په اوږدو کې بشپړې شي او تر څنګ به يې په نورو پروژو هم کار وکړي .

د ګردېز ښار اوسېدونکي او ولايتي چارواکې د دې ذخېرې په جوړېدو خوښ دي او وايي؛ که د دې پروژې چارې بشپړې شي نو په راتلونکې کې به ښايي د ډېرو ښاريانو د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه تر يو بريده ورسره هواره شي؛د پکتيا ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي وويل :

((پکتياوال دوه اساسي ستونزې د بلند منزلو په ساحه کې لري، يو د پاکو اوبو نشتوالی او بل هم برق، د پاکو او صحي اوبو ستونزه خو تر يو بريده انشاالله هواره شوه او ولايت به په دې برخه کې نور هم کوشش وکړي او برق ته هم سترګې په لار يو ))

ځايي چارواکي دا هم وايي چې له دې ذخېرې څخه به تر ډېره بريده د نوي ښار اوسېدونکي او هغه کډوال چې له ګاونډيو هيوادونو څخه راستانه شوي، ګټه پورته کړي ، د پکتيا والي جمعه خان همدرد د پروژې د پرانيستې پر مهال له ډونر موسيسې څخه د مننې ترڅنګ د نورو پروژو د مرستې غوښتنه هم وکړه .

د يادې پروژې پرانيسته په داسې حال کې کيږي چې د پکتيا مرکز ګردېز او لرو پرتو سيمو کې د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د سيميزو ډاکټرانو په خبره خلک له ګڼو ناروغيو سره مخ دي.

راپور-داود تپان –پکتيا

XS
SM
MD
LG