د لاسرسي ځای

تازه خبر

انجیلینا جولي: موږ ټول ملالې یو





د امریکا ډیلي بيسټ ویب پاڼه کی د هاليووډ وتلې فلمی اداکاره انجيلينا جولي چې د ملګرو ملتونو لپاره د ښیګړې پيغام رسونکې سفيره هم ده په خپله يوه مقاله کې ليکي چې د تيرې چار شنبي په ورځ سهار وختي مې ماشومانو سکول ته تلو تياروي کوله، چې د امريکايي ورځپاڼې نيو يارک ټایمز په ړومبۍ پاڼه د خبر سر ليک ته مې پام شو، چې ليکلي یې ول، طالبانو هغه جیني وویشتله چې د خپلو حقونو لپاره یې اواز پورته کړی وو.

مقاله د طالبانو په حواله لیکي چې دوی څو واره ملالې ته خبردارۍ ورکړی وو ، خو هغه منعې نه شوه نو ځکه هغوی سره بله لاره نه وه. پدغه ورځ يو طالب وسله وال د ملالې د سکول ګاړي ته وروخوت د هغې شناخت يې وکړو او بيا يې به سر وویشتله.

نړۍ ته پکار ده چې د ملالې یومجسمه جوړه کړي.او ورسره يو کتاب هم جوړ کړي چې هغه يې لولي.

د انجیلینا جولییا زوی

انجيلينا جولي ليکي چی ددغه خبر له لوستو پس مې محسوسه کړه چې خپل ماشومان هم پرې خبر کړم. خو زما د ماشومانو لپاره دا منل ډير ګران وو چې په نړۍ کې داسې يوه برخه هم شته چرته چې نارينه ماشومان تش په دې خبره وژني چې هغوی سکولونو ته تلل غواړي او تعليم حاصلول غواړي.

انجلينا جولي ليکی چې د ملالې دغه کیسه ټوله ورځ زما د ماشومانو په ذهنونو سوره وه، او د شپې له هغوس سره په دې اړه يو شمير پوښتنې وې، بيا څه ووشو چی ما او زما ماشومانو په ګډه د ملالې په اړه مالومات راټولول شروع کړل، موږه ټولو په ګډه ملاله وپيژندله، چې هغې د بي بي سي لپاره ډايري ليکله او بيا هغې څه رنګه د طالبانو په دوره کې ژوند تيرولو، څنګه به يې خپل د سکول کتابونه ترخپل پړوني لاندې پټول. او نور ډير څه.

انجلينا جولي ليکي چې زما اته کلن ماشوم تجويز راکړو چې نړۍ ته پکار ده چې د ملالې مجسمه جوړه کړي.او ورسره یوې خوا کې يو کتاب هم جوړ کړي چې هغه يې لولي. زما شپږ کلنې لور پوښتنه وکړه چې ملالي خو پیشوګانې لرلې اوس به د هغوی خيال څوک ساتي.؟ بله پوښتنه یې دا وکړه چې د هغې مور پلار خو به ډېر ژاړي ، موږه ټولو دا منله چې ژاړی به ، خو يوازې د ملالې لپاره نه بلکې د نړۍ د ټولو هغو جينکو لپاره ، چې سکولونو ته نه شي تلای.

مقاله زياتوي چې د ملالې مور او پلار هم د بهادرۍ او مېړانې يو علامت جوړ شوی دی لکه د وړې ملالې غوندې.

انجيلينا جولي وايی چی بيا سبا په رسنيو کي تصويرونه چاپ شوی ول، چې پاکستانيو ماشومانو په ټول پاکستان کې د ملالې تصويرونه په لاسونو کی نيولي ، شمعې یې بلې کړې وې او له ملالې سره د خواخوږي، غمرازي او پیوستون اظهار کوي.

زما زوی ډېر فکر مند وو چې اوس به دغه ټولې ماشومانې طالبان په ډزو وولي. خو انجيلينه جولي وایي چې ما ورته وويل چې دغه ټولې ماشومانې له دې خطره خبرې دي ، خو د ملالې حوصلي اوس دوی ته هم حوصله ورکړه چې نړۍ ته وښيي چې ملاله د دوی لپاره څومره مهمه ده او هم تعليم، د ملالې حوصلې دا مهال ټول پاکستان او ټولې نړۍ ته حوصله ورکړې ده.

مقاله ليکونکې وايي چې زما ماشومان تر اوسه دې فکر وړي دي چې طالبانو ولې د دې ضرورت محسوس کړ، چې ملاله ووژني. نو ما ورته ځواب ورکړو، ځکه چې تعليم يو ډیر طاقتور شی دی.

مقاله ليکونکی ليکي چې په ملاله شووو ډزو د پاکستاني قوم زړونه لړزولي دي، طالبانو تکرار کړې چې له دې ډول بريدونو به پر شا نه شي، خو پاکستان هم وايي چې موږ به هم نه په شا کيږو. له دې کرکجنه او له تشدده ډک ګام نه چې طالبانو کومه ګټه پورته کول غوښتل، د هغې اپوټه کار وشو، ټولو پاکستانيانو د ملالې اصولو او تګلاري سره د يو والي او پیوستون اعلان وکړو او له وېرېدو او ترهې نه يې انکار وکړو.

طالبان وایي، چې ددې ګام نه دې نړۍ سبق واخلي، مقاله ليکونکې وايي، چې هو سبق مو ترې واخیستو ، او هغه دا چې تعليم د نړۍ د هرې انجلۍ بنيادي حق دی. او يوه پاکستانۍ جینۍ هم له دې حقه محرومېدو ته تياره نه ده.

نن په ټول پاکستان کې جينکې ولاړې دي او وايي موږه هر يو ملاله يو، مقاله ليکونکې وايي، چې يوازې دوی نه بلکې د نړۍ هره انجلۍ اوس ملاله ده. په ټوله نړۍ کې په سکولونو کې استاذان خپلو ماشومانو ته د ملالې په اړه ښودنې کوي، او په ټوله نړۍ کې د جینکو د تعليم په اړه انقلاب پورته شوی دی.

مقاله ليکونکې د دې مقالي په پای کې ليکي چې ملاله د دې ثبوت دی چی د مېړانې يو آواز د ټولې نړۍ ښځې ، ماشومان ، او سړي متاثره کولای شي.

په سکولونو او کورونو کي د ملالي لپاره ميندي، خویندی پلاران او وروڼه دعاګاني کوي، چې هغه زر تر زره روغه شي او دهغې مقصد سره د تړون اعلانونه هم کوي.

د امن نوبل انعام لپاره کميټه د دې فیصلې لپاره ناسته ده چې چا ته د امن جایزه (انعام) ورکړي ، خو انجيلينا جولي وايي دا هیله لري چې دغه کميټۍ به د ننګیالۍ ملالۍ په اړه هم غور او فکر وکړي.

XS
SM
MD
LG