د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: تشدد او هدفي بریدنو کې ۱۵تنه ووژل شول



خدای نور ناصر مشال راډيو

کوټه: په بلوچستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په بېل بېل پېښو کې خواشا ۱۵ کسان وژل شوي دي. لومړۍ پېښه په کچلاغ، دویمه په چمن هاوسنګ سکيم کوټه، درېیمه په سرکي سړک او څلورمه د کوټې ښار په بای پاس شوې ده.

د کوټې په سرکي سړک وسله والو بیا هم د هزاره قبیلې څلور تنه وژلي. د دې ښار د پولیسو په وینا پر یاد سړک نن( سې شنبه) نامعلومه وسله والو پر يوه دوکان ډزي کړې، چې په کې ناست څلور تنه يې په هم هغه ځای وژلي دي. تر پېښي وروسته ټول مړي د کوټې سیول روغتون ته یوړل شول، چې وروسته د شیعه مسلک ګڼو وګړيو د دوی مړي په یوه احتجاجي لاریون کې له روغتونه کورونو ته یووړل.

د سرکي سړک ددې پېښي مسوولیت لاهم کومې ډلې نه دی قبول کړی. د دوشنبې او سې شنبې په منځنۍ شپه نامعلومه وسله والو د بلوچستان د خوراک د وزیر اسفندیار کاکړ پر کور بریدکړی، چې د پولیس په وینا د وسله والو په ډزو کې د وزیر یو محافظ، او د محافظانو په ځوابي ډزو کې دواړه برید کوونکي وژل شوي دي. د دواړو بریدکوونکو پيژندګلوي د رپوټ تر بشپړېدو پوري لاهم نه ده شوې. بلخوا په همدې شپه د کچلاغ په کلي پيرمحمد کې د يوې قبیلې د دوو کورنیو تر منځ په شخړه کې اووه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

او په یو بله تازه پېښه کې بیا د کوټې د ریندګړه سیمه کې چې د ښار له بای پاس سړک سره لګېږي، کوچنیانو ته د ګوزڼ(پولیو) څاڅکي ورکونکې ډلې باندې د وسله والو په برید کې د صحت څانګې یو اهلکار ووژل شو.

د یادولو وړ ده چې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو اوسنۍ پېښې په داسې وخت کې کېږي، چې د پاکستان سپریم کورټ په کوټه کې څو ورځې وړاندې ویلي ول چې د بلوچستان صوبايي حکومت په امنیت راوستو کې ناکامه شوی دی او نور د حکومت کولو آییني حق نه لري.

XS
SM
MD
LG