د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات:پر ملاله يوسفزۍ د بريد خلاف لاریون


په سوات مينګوره نشاط چوک کې د سوات قامي جرګې تر سوري لاندې يوه لويه احتجاجي مظاهره
په سوات مينګوره نشاط چوک کې د سوات قامي جرګې تر سوري لاندې يوه لويه احتجاجي مظاهره


رپورټ نيازاحمدخان

سوات قامي جرګې او نيک پيخيل امن جرګې د خالي په ورځ جدا جدا په ملاله يوسفزۍ اوپه دوه نوروماشومانو انجونو کاینات او شازیه دوسله والو طالبانو لخوا د شوي برید پر ضد احتجاجي مظاهرې وکړې.

په سوات مينګوره نشاط چوک کې د سوات قامي جرګې تر سوري لاندې يوه لويه احتجاجي مظاهره وشوه چې پکې په ملاله يوسفزۍ حمله ناوړه ګام وبلل شو.

مظاهره چيانو په لاسونوکې دتره ګري په ضد چاټونه راغستي وو اود وسله والوپه ضد او د امن له پاره يې نعرې لګولې. په دغه موقع دسوات قامي جرګې وياند خورشيدکاکاجي مشال ريډيوته وویل: ( موږ په دې سيمه کې امن غواړو حکومت دې د تره ګرو په ضدکوټلي ګامونه پورته کړي اوپه ملاله،شازيه اورکاینات دې بريدکونکې ګرفتارکړي او سخته سزا دې ورکړي.)

په سوات مينګوره نشاط چوک کې د سوات قامي جرګې تر سوري لاندې يوه لويه احتجاجي مظاهره
په سوات مينګوره نشاط چوک کې د سوات قامي جرګې تر سوري لاندې يوه لويه احتجاجي مظاهره



بل خوا د سوات پريس کلب مخې ته د نيک پخيل امن جرګې خبريالانوته وویل چې اوس وسله وال په بې وسه ماشومانو بريدونه کوي چې دغه په هيڅ ډول د منلو نه دي.

په دغه موقع دجرګې وياند فيروزشاه وکيل مشال ريډيوته وویل چې په ښڅو او ماشومانو بريدکول په هیڅ يومذهب کې نيشته اونه دغه د پښتون کاردی. دوی وویل چې اوس ولس راپورته شوی او خاموشي يي ماته کړي ده او دوسله والو په ضد يو شوي دي اودغه ټول تره ګرد اوس د کرکې قابل دي او دوی به چرې ترګر د خپلو مقصدونو سر ته رسولو ته پرېنږدي.


ورسته سوات قامي جرګې مينګوره ښارکې له نشاط چوکه تر لوی بازاره، نيوروډ اوبياسهراب خان چوک پورې دتره ګري په ضد لاريون وکړو اودترهګرو په ضد يې نعرې ووهلې.

XS
SM
MD
LG