د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د خودکشۍ کېسونه زیات شوې دي



رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد: د پاکستان د بشري حقونو کميشن مطابق چې د پاکستان په مختلفو برخو کې تيره مياشت دوه سوه شپږ کسانو خودکشیانې کړي دي چې پکې د ښځو شميره شپږ شپيته ده.

د بشري حقونو د کميشن يو چارواکې نديم عباس مشال راډيو ته وويل چې په پنجاب کې د نورو صوبو په نسبت د خود کشيانو شرح د ټولو زياته ده. د ده په وينا چې په خيبر پښتونخوا کې تيره مياشت دولس کسانو خود کشياني کړېدي.

نوموړي د خودکشيانو د وجوهاتو په اړه زياته کړه ،، چې بې روزګاري ، خراب معاشي حالت،کورنۍ مسلي او د خوښې واده نه کيدل دا هغه وجوهات دي چې خلکو خودکشياني کړې دي او په پنجاب کې زياتي خود کشيانې د کورنې شخړو له وجې شويدي ،،

د اقتصادي چارو کار پوه ډاکټر معراج الحق وايي، چې له تيرو پنځو کالو راهيسي د پاکستان معاشي حالت خراب دی او کله چې د يو ملک معاشي حالت خراب وي نو داسي د خود کشۍ غوندي پيښي مخي ته راځي.
،، يو خو په ملک کې تاو تريخوالې دی، سياسي عدم استحکام دی او دويمه وجه د توانايي بحران دی، دا دوه وجې دي چې ملکي او غير ملکي سرمايه کاري کمزورې شوې ده . چې کله په ملک کې سرمايه کاري نه کيږي نو د روزګار مواقعي نه پيدا کيږي،دغسي بې روزګاري او ګراني سيوا شوي ده، نو دې دواړو غربت سيوا کړيدې ،،

د نفسيات د مرضونو ماهر ډاکټر محمد علي وايي چې که يو خوا خلکو کې د زغم کم شوی دی نو بلخوا په ملک کې روان نا سازه او خراب معاشي حالت له خلک يو شمير مسلو سره مخامخ کړې دي.

،، بیلابېلې ناروغۍ دي ، په ټولنه کې ناهمواري ده ، بې انصافي ده ، د نشو استعمال زيات شوی دی ، تره ګري زياته ده ، دومره ډير عوامل دې چې خلک د دباو شکار دې.که له يو تن سره د اخلاقي مرستې او د سهارې نظام نه وي نو بيا هغه زر هاغه مقام ته ورسي چې اخيري نتيجه يې خود کشي وي ،،

د پاکستان د بشري حقونو کميشن د معلوماتو تر مخه چې سږ کال د ستمبر په مياشت کې يو سل شپږ پنځوس د خود کشۍ کيسونه شوي وو.

XS
SM
MD
LG