د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا عمر چېري دی؟


ملا عمر د افغان وسله والو طالبانو مشر
ملا عمر د افغان وسله والو طالبانو مشر


په دي نیوز ویک مجله کې د افغانستان د طالبانو مشر ملا محمد عمر په اړه یوه مقاله خپره شوې ده. په مقاله کې ځینې پوښتنې شوې دي، لکه ملا عمر چېرې دی؟ ایا ژوندی هم دی او که نه؟ ایا ملا عمر اوس هم د طالبانو مشر دی او که نه؟


نیوز ویک مجله لیکي، ډېری اوسمهاله طالب چارواکي په شخصي ډول د ملا عمر په اړه د خپلو اندېښنو څرګندونه کوي. دوی فکر کوي، کېدای شي ملا عمر مړ وي، یا بې واکه کړل شوی وي، او یا هم دوی شک لري چې کېدای شي نوموړی د پاکستان پیاوړې استخباراتي ادارې آی ایس آی زنداني کړی وي.

مجله ليکي، دا طالبان فکر کوي چې یو شی خو شته چې دوی له دې ورګرځوي چې له ملا عمر سره رابطه وکړي. یو طالب چارواکی وایي، که داسې نه وای نو کېدای شي نوموړي دوی ته یو ثبت شوی پیغام استولی وای او د هغو زرګونو افغانانو پر مرګ یې خپګان ښودلی وای چې له امریکایانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د ملا عمر یو پخوانی ملګری وايي: ((که ملا عمر په ښه حالت وای نو هغه به د دې ثبوت استولی وای چې ژوندی دی.)) دی پوښتنه کوي، د القاعده مشر ایمن الظواهري پر سر د ۲۵ میلیونه امریکايي ډالرو انعام دی، بیا هم هغه هر وخت پیغامونه خپروي نو ملا عمر دا کار ولې نه کوي؟


نیوز ویک مجله لیکي، دا ریښتیا دي چې په کال کې یو دوه ځلې د اخترونو پر مهال د ملا عمر په نوم بیان خپرېږي خو هغه کسان چې نوموړی یې پېژنده دا بیانونه جعلي بولي.

هغوی وايي، ملا عمر هیڅ کله داسې فصیحه ژبه نه کاروله. هغه خو یوازې د کلي یو مبلغ وو؛ ان دا چې داسې تعلیم یې هم نه درلود چې هغه الفاظ ولولي چې د ده په نوم خپاره شوي دي.

یو پخوانی طالب چارواکی وايي، کله چې طالبان واکمن ول او ملا عمر به له بي بي سي پښتو راډیو سره خبرې کولې نو زیاتره وخت به یې په خبرو کې تېروتنې کولې.

د طالبانو د شورا یو غړی وايي، د طالبانو د پروپاګنډې مشر دا خوښول چې په هر لیک کې د ملا عمر نوم استعمال کړي ځکه چې له دې سره به هغه لیکل زیات باوري کېدل.

نیوز ویک مجله لیکي، دا ټول مالومات ورته طالبانو د نوم نه ښودو په شرط ورکړي دي.

د ملا عمر د شورا یو غړی وايي، ده له ملا عمر سره تر ۲۰۰۱ز کال وروسته نه دي لیدلي او نه به هم پر دې ټینګار وکړي. خو دی وايي، د یوه انسان په توګه دی د ځینو هغو امرونو او کارونو په اړه پوښتنې لري چې د ملا عمر په نوم شوي دي. دی وايي، په دې پوه دی چې لږ تر لږه یو ځل طالبان د خپل مشر په نوم غولول شوي دي. دی وايي، تر یوې مودې یوه ویډیو طالبانو ته رسېدلې وه او ویل شوي ول چې دا ملا عمر خپره کړې ده خو وروسته دوی ته مالومه شوه چې ویډیو جعلي وه او غږ (ږغ) په کې د بلوچستان د یوه ملا استعمال شوی وو.

نیوز ویک مجله زیاتوي، ځینې طالبان دا فکر هم کوي چې ملا عمر کېدای شي پر افغانستان د حملې پر وخت په ذهني توګه مات شوی وي. مانا دا چې ماغزو یې کار پریښی وي. دوی وايي، د ملا عمر کور مخې ته په ۱۹۹۹ز کال کې یوه چاودنه شوې وه چې په کې د ده دوه وروڼه وژل شوي ول او له هغه وخت راهیسې دی له شدید ذهني خپګان سره مخامخ وو.

د مجلې په لیکنه کې د ملا عمر د ژوند و مرګ او د طالبانو د مشرۍ په اړه ډېرې پوښتنې دي چې طالبان او د ملا عمر نېږدې ملګري یې هم نه شي ځوابولای او دوی یې هم د شکونو ښکار کړي دي.

XS
SM
MD
LG