د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله د نور علاج لپاره برتانيیا ته ولیږدول شوه


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ




د پاکستان سرکاري ټیلیویژن وايي، د طالب وسله والو له لاسه ژوبله ملاله یوسفزۍ یې د نورې روغتیايي درملنې لپاره نن سهار )داکتوبر۱۵) په یوه ځانګړې الوتکه کې لومړی دوبۍ او بیا له هغه ځایه برتانییا ته ولیږدوله.

سرکاري ټیلیویژن د راولپنډۍ د پوځي روغتون چې د ملالې درملنه پکې کیده د چارواکو له خولې وايي، چې د ډاکترانو ځانګړې ډلې د دوشنبې په سهار بهر ته د هغې د لیږدولو اجازه ورکړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د لویو ډاکترانو ځانګړي ټيم د یکشنبې په ماښام د ملالې طبي معاینه وکړه او د څه وخت لپاره يې له وينټيلیټره یا د ساه اخیستنې مشین څخه لرې کړه چې ایا دا پخپله ساه اخیستلای شي او که نه.

ډاکتران وايي، چې ملالې له مشین پرته سا اخیستلای شوای، چې دې کار د ډاکترانو تمه زیاته کړه او پریکړه وشوه چې د نورې درملنې لپاره یې بهر ته واستوي.

له دې وړاندې د پيښور او بیا د راولپنډۍ د پوځي روغتون ډاکترانو ویل چې ملاله له وينټيلیټر پرته ساه نشي اخیستی ځکه نو بهر ته استول يې ناممکنه کار دی.

له ملالې سر د پوځي ډاکترانو یوه ډله هم لیږدول شوې چې د لارې په اوږدو کې یې پاملرنه وکړي.

د سرکاري ټیلویژن د خبر له مخې ډاکترانو د ملالې روغتیايي وضعیت ډاډمن بللی او تمه يې څرګنده کړې چې زر به د خبرو او ګرځيدو جوګه شي.

د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې ته نومول شوې څوارلس کلنه ملاله یوسفزۍ، چې تیره اونۍ په سوات کې د وسله والو طالبانو په ډزو ټپي شوې تر څو ورځو د پيښور او بیا د راولپنډۍ په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې وه.

د هغې پر سر یوه ګولۍ لګیدلې وه چې له کامیابه اپرېشن وروسته یې ترې واېستله.

د اورپکو طالبانو له خوا پر ملالې یوسفزۍ د برید غندنه نه یوازې په پاکستان او افغانستان کې وشوه بلکې د ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان (امنېسټي انټرنېشنل) د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې، امریکا او پر دغه پيښه سخته خواشیني ښوولې او پر نوموړې برید يې د بشریت د دښمنانو کار بللی.

ملاله یوسفزۍ د سوات سیمې هغه کم عمره نجلۍ ده چې په ۲۰۰۸ کال کې يې په دې سیمه کې د طالبانو د ولکې پر وخت یې د بي بي سي اردو لپاره یادښتونه لیکل او نړیوال يې دسیمې له حالاتو او د طالبانو له زور زیاتي خبرول.

مجیب انګار پېښور

XS
SM
MD
LG