د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ملالې د برید په ترڅ کې د پنډۍ پوځي غونډه



رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې ای ايس پي آر د خبر پاڼې تر مخه تيره ورځ د پوځ جنرل هيډ کواټر پنډۍ کې د پوځي مشرانو تر مينځه يو غونډه وشوه چې په کې د پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني او چيرمين جواينټ چيفس اف سټاف کميټي جنرال خالد شميم او نور د پوځ لوړ پوړو ګډون وکړو.

پدې موقع د پاکستان په قامي سلامتۍ خبري اتري و شوي او د پوځ مشرانو هوډ څرګند کړو چې د پاکستان پوځ د هر قسمه ننګونې لپاره تيار دی.خبر پاڼه زياتوي چې د پاکستان پوځ به د هر ډول تره ګرۍ د ختمولو لپاره هر ممکنه اقدامات کوي او له هيڅ قرباني به ډډه نه کوي.

تجزيه کاران د پوځ د اعلى چارواکو د دې ملاقات په اړه څه فکر لري کله چې مشال راډيو پدې باب د دفاعي چارو کار پوه ډاکټر عائشه صديقه وپوښتله نو هغې وويل چې په ملالۍ له بريده پس په حکومت او پوځ دباو به وي چې د تره ګرو مخ نيوی دې وکړي.

،، دا خو ډيره نا انصافي ده چې څوارلسو کالو ماشومه يې په ګولۍ وويشته صرف د دې لپاره چې هغې خپل د تعليم حق غوښتۍ وو. يو طرف ته خو دا حقيقت دۍ چې د بې امنۍ فضا ده بل اړخ ته دا ده چې موږ ته نه ده معلومه چې له امريکا سره د پوځ څه سوده به شوې وي که نه، د هغې به دوی څه کوي، يا هغوی واقعي د موقعې په لټون کې دي چې اپريشن وکړي، اوس هغوی يې کوي او که نه، دا ټولي د سوچ کولو خبري دي ،،

بلخوا د دفاعي چارو کار پوه ريټايرډ بريګيډير اسد منير مشال راډيو ته وويل چې له دې غونډې ښکاري چې پوځ به په شمالي وزيرستان کې د تره ګرو خلاف اپريشن وکړي.

،، پوځ وايې چې موږ هر قسمه قربانيانو ته تيار يو او تره ګرو خلاف به کاروايې کيږي نو زما خيال د ی چې دی به ځي، خو کله به ځي نو دا ماته نه ده معلومه. سوات هغه ځای دی چېرته چې د پاکستان پوځ پروت دی او له دې ځایه داسې بيان راغلی دی چې ملاله موږ ويشتي ده. نو دي لپاره به يو حمله کونکې پوځ پکار وي او کيداې شي دی پوره اپريشن ونکړي صرف هغه ځايونو کې یې وکړي چرته چې تره ګر دي او په هغوی حملې وکړي ،،

بريګيډير اسد منير زياته کړه که چيري د تره ګرو خلاف اپريشن وکړل شي نو له دې سره به د تره ګرو صلاحيتونه کمزورۍ شي خو يک دم به ختم نه شي.

XS
SM
MD
LG