احمد شاه اعظمي مشال راډيو
پراګ:- په پاکستان کې که څه هم په تيرو وختونو کې ډېری خلکو په واز کومي د سخت دريځۍ او ترهګرۍ د پيښو غندنه نه شوای کولای خو پر ملالې يوسفزۍ تر وسله وال بريد وروسته يو شمېر نارينه او ښځينه پر لارو سړکونو او د رسنيو له لارې د پيښې په کلکه غندنه کوي او د عاملينو په ضد د کاروايي غوښتنه کوي.
د سوات پر ۱۴ کلني ماشومي ملالي يوسفزۍ وسله وال بريد که يوې خوا ته د نړيوالو ادارو لخوا وغندل شو نو بلخوا په پاکستان کې بېلا بيلو سياسي ګوندونو، د بشري حقونو تنظيمونو او د مدني ټولنو د غړو لخوا په کلکو ټکو وغانده او په يوه خوله يې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ په ضد ږغ پورته کړی.
د پاکستان په بېلا بيلو ښارونو کې که يوې خوا ته د دې پيښې په ضد لاريونونه راووتل نو بلخوا د جمعې په ورځ د دې هيواد په بېلا بلو ښارونو کې د ملالې د روغتيا لپاره ځانګړي دعاوې وشوې.
(( دا د پښتون قتل دی، زموږ د لوڼو قتل دی، دا زموږ د تهذيب قتل دی، زموږ د کلتور قتل دی. دا يوه پېښه نه ده، څو ځله داسي پيښې وشوې. که اوس هم پښتون نه را پاڅېږي نو ډېر به ذليل شي))
.ادریس کمال.