د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګر د اسلام له دایرې خارج دي: سني اتحاد کونسل






په لاهور کې د سني اتحاد کونسل سره تعلق لرونکیو تر پنځوسو زياتو عالمانو او مفتيانو يوه متفقه فتوه جاري کړيده چې پکې خودکش حملې او تره ګري حرام بلل شوې.

په فتوه کې په ملالې يوسفزۍ د شوې حملې غندنه وشوه او ويلي دي داسي خلک د اسلام له دایرې بهر دي چې د ښځو په تعليم بنديز لګوي.

په اسلام کې د يو تن وژنه د ټول انسانيت د وژنې برابر ده.


مفتي محمد شريف چې په دغه غونډه کې ناست وو له مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل چې اسلام د يوې ضابطې نوم دی او تر هغې لاندې ژوند تېرول فرض دی او هېچا سره دا اختيار نشته چې قانون په خپلو لاسونو کې واخلي.

په ملالۍ د حملې په اړه هغه وویل، چې دغې ماشومې علم حاصلول غوښتلی او د علم دښمنانو په هغې حمله وکړه، چې يو غېر شرعي او غېر اسلامي عمل دی او دا چې په اسلام کې د سړي او ښځې له پاره د تعليم يو شان حکم دی.

د ده په خبره په اسلام کې د يو تن وژنه د ټول انسانيت د وژنې برابر ده.

دغه رنګ چې کله مشال رېډيو د سني اتحاد کونسل د مشر او د قامي اسمبلۍ د غړي صاحبزاده فضل کريم نه تپوس وکړو نو هغه وویل چې د اسلامي احکاماتو لاندې په چا تشدد کول جائز نه دي.

دی زياتوي چې اسلام کله هم د چا د وژلو اجازت نه ورکوي.

صاحبزاده فضل کريم وویل چې خودکش حمله کوونکې دوزخيان دي او د اسلام له دایرې وتلي دي.
کومو مفتيانو چې فتوه جاري کړېده په هغوي کې علامه داود محمد صادق رضوي، مفتي محمد عمران حنفي ، علامه محمدحنيف قريشي،علامه فيض بخش رضوي او بعضې نور شامل وو.

په فتوه کې ويل شويدي چې په ملالۍ حمله کونکو په زمکه د فساد خورولو کوشش کړی دی او د اسلام حدونه یې تر پښو لاندې کړيدي.

رياض موسه خېل مشال ريډيو
اسلام آباد

XS
SM
MD
LG