د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ملایان له جوماتونو ناوړه ګټه پورته کوي"


د کابل یو جومات
د کابل یو جومات

بوریوال کاکړ

پراګ : د افغانستان د کندهار د پولیسو چارواکو ویلي دي چې ډیر ژر به د یو امنیتي پلان پر اساس پاکستان او ایران سره د اړه لرونکو هغو امامانو مخنیوي وکړي چې د افغان حکومت په اړه خلکو ته منفي تبلیغات کوي .

دا له هغه وروسته ده چې افغان چارواکو په تېرو څو میاشتو کې په کندهار کې د جوماتونو شاوخوا دېرش داسې امامان له هیواده اېستلي دي چې د پاکستان او ایران اوسېدونکي وو.

قاضي حسن حقیار وویل ً د دین دعوت باید په نرمي وي، په زور، په جبر، په غیر منطقي چلن نه دین د چا روح ته انتقالیږي او نه ذهني تغیر په کې راځي. البته له ویرې به یو څوک وتا ته غاړه کښېږدي خو منطقي او دایمي نتیجه نه ورکويً .


افغان چارواکو دا پاکستاني او ایراني امامان په دې تور کې له هیواده اېستلي دي چې د هغوی په وینا په جوماتونو کې به یې خلک د افغان حکومت مخالفت ته هڅول.

د مذهبي چارو کارپوه او د پېښور پوهنتون مرستیال مشر پروفیسر قیبله ایاز په مذهب کې د مسجد د کردار په اړه مشال راډیو ته وویل ً د جومات بنیادي کردار په ټولنه کې اتفاق، اتحاد، مینه، اخلاقیات او په معاملاتو کې بهتري، او له خدای پاک سره د انسان تعلق جوړول دي. خو په اوسنیو حالاتو کې چې د جومات کوم کردار په کار دی، له بده مرغه جومات اوس هغه کردار نه ادا کوي ً.

په کابل کې د مذهبي چارو کارپوه قاضي حسن حقیار هم له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پښتنو په سیمو کې له جوماتونو ناوړه ګټه اخیستل کیږي.

قاضي حسن حقیار زیاته کړه چې ً که د اسلام خبره وي نو هغه خو په پنجاب کې هم دی په سیند کې هم دی او د افغانستان په بامیان او تخار کې هم دی خو هلته تر ډېره حده داسې لمسونې نه وي، نو دا یو حقیقت دی چې د پښتون قام د تباهي لپاره د مسجد له نامه هم استفاده کیږي د قران له نامه هم استفاده کیږي او له نورو نومونو هم استفادې کیږيً.

پروفیسر قیبله ایاز وویل ډېر داسې جوماتونه هم شته چې امامان یې په رښتونې توګه د مذهب لپاره کاروي.

خو د هغه په وینا ځینې داسې امامان دي چې فعالیتونه یې د ولس لپاره په سیمه ییزه او نړیواله توګه ستونزې جوړوي.

پروفیسر قیبله ایاز زیاته کړه ً له بده مرغه چې زموږ د سیمې کوم حالات دي د هغه له کبله زموږ پر ذهنونو ډېر اثرات پرېوتي دي. اوس ځینې امامان او علماء داسې دي چې هغوی ځان ته یوه داسې لاره ټاکلې ده چې د هغوی د تعلیماتو له کبله موږ ته په نړیواله کچه هم ستونزې دي او په ملک کې دننه هم له مشکلاتو سره مخامخ یوً.

قاضي حسن حقیار وویل ً د دین دعوت باید په نرمي وي، په زور، په جبر، په غیر منطقي چلن نه دین د چا روح ته انتقالیږي او نه ذهني تغیر په کې راځي. البته له ویرې به یو څوک وتا ته غاړه کښېږدي خو منطقي او دایمي نتیجه نه ورکويً .

پروفیسر قیبله ایاز وویل ، له جوماتونو څخه د منفي ګټې د اخیستل کېدو په داسې توګه مخه نیول کېدای شي چې امامان په دې پوه کړل شي چې د دوی د ځینو لاپرواهیو له کبله ولس او سیمه له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخېدای شي.

د مذهبي چارو د کارپوهانو په وینا ، باید په مسجدونو کې له داسې ویناګانو او تبلیغاتو ډډه وکړل شي چې ټولنه د سخت دریځۍ پر لور بیايي او په سیمه کې د بدامنۍ سبب جوړیږي.

XS
SM
MD
LG