د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر انتهاپسند زموږ دوه مخې تګلاره



دې ايکسپريس ټریبيون د محمد علي احسان چې د پاکستاني پوځ پخوانی کرنل دې مقالې ته ( د انتهاپسندو پر ضد زموږ دوه مخيزي پاليسی) عنوان خوښ کړی دی.

ليکوال وايي ، پر څوارلس کلنې ملاله يوسفزۍ بريد دددې خبري يادونه کوي چې لا اوس هم پاکستاني ټولنه د مذهبي انتهاپسندو له لاسه ځوريږي.

دده په وينا مذهبي انتهاپسنده ځکه هم پريشانه دي چې د دوی جوړونکي یې نور ملاتړ او پيسې نه ورکول غواړي.

خو دده په وينا له بده مرغه د پوځ او جاسوسي ادارو بدليدلو ارادو يوازي او يوازي د شدت پسندو حوصله افزايي کړې ده.

د ليکوال په وينا په داسي حال کې چې رياست شدت پسندو ته د جهاد سبق ور ښودلی دی نو دوی ته اوس په خاصه توګه اوښکي تويول پکار نه دي.

ليکوال له هغو خلکو چې غصه دي او د دې مجرمان د انصاف عدالت ته وړاندي کول غواړي ځيني پوښتني کوي.

لومړی پوښتنه داده چې چا ټولنه د انتهاپسندی منګولو ته و سپارله؟ هغه څوک وو چې د پاکستان د خفيه جنګونو د کولو لپاره يې شدت پسندي خوره کړه او د جهاد لپاره يې رياستي ملاتړ وکړی؟ چا د خفيه کاروايانو لپاره له امريکايي جاسوسي ادارې سي آی ای ډالرې او وسلې واخستې؟ هغه څوک وو چې دغه مذهبي جهاديان يې بيرته راپورته کړل او ورته يې د کارګل د نيولو وويل او په ناکامه کاروايې کولو سره يې پاکستان و شرمولی؟ هغه کوم پوځي کودتا کوونکي وو پر ځای د دې چې د هغو پوځي افسران د پوځي ناکاميو محاسبه وکړی هغوی يې د فيصلو پر کرسيو کښېنول؟

دلته ريټائرډ کرنل محمد علي احسان په ځواب کې وايې هغه لاسونه چې نن په ملاله يوسفزۍ غوندې پر بې ګناه ماشومانو ډزي کوي هغه څوک دي چې خپله رياست د کشمير د جګړي لپاره روزلي وو.

د ليکوال په وينا له بده مرغه په پاکستان کې پوځ ته اجازه ورکړل شوې ده چې د مرکزي حکومت له چوکاټه بهر په پوره واک و اختيار کار وکړي.

هم دا وجه ده چې پوځ خپله نظرياتي سرحدونه و ټاکل چې د ساتلو لپاره يې د تحريک طالبان پاکستان قاتلي ډلې اهمه برخه ده.

دلته ريټائرډ کرنل محمد علي احسان بيا پوښتنه راپورته کوي چې آخر څوک به د جهاديانو په مرسته کولو درياست احتساب کوي؟ آيا کله به هم داسې وشي چې د رياست د چارو چلونکي يا د رياست با اختياره او پياوړې ادارې رياستي مجرم و ګڼل شي؟

دلته ليکوال وايې د آی ايس آی دوو پخواني مشرانو جنرال حميد ګل او جنرل جاويد ناصر د رياستي پالیسې په توګه د جهاديانو ملاتړ کړی وو.

د ده په خبره دغو جنرالانو او ځينو نورو د مذهبي انتهاپسندو په جوړولو او بحالولو کې مخامخ کردار ادکړی دی چې نن يې توپک په خپلو خلکو پسې راخستي دي.

د مقالې ليکونکي په خبره تر څو هغه کسان چې په پخوا کې يې د انتهاپسندو په جوړولو کې کردار ادا کړی وي هغه د انصاف عدالت ته را نه وړل شي په پوځي آپريشنونو دې سوچ ته ماته نشي ورکول کيدلی.

ريټائرډ کرنل محمد علي احسان په پا ی کې لیکي، تر څو د هغو کسانو چې د هند او افغانستان پر ضد يې د وسله والو د بهرتي کولو او روزلو پاليسې جوړه کړې وه احتساب ونه شي تر هغو به نور داسي مشران پیدا کيږي چې د ملالې او راتلونکو نسلونو له مستقبل سره لوبې وکړي.

XS
SM
MD
LG