د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني موزيم له ۱۵ کالونو تړلی دی


د غزني میوزیم
د غزني میوزیم


سيدشاه سقيم غزنی

د غزني له ولايت مقام څخه راپورته شوی هر غږ د غزني د موزيم په کنډواله خونو کې ازانګې کوي او بېرته په ولايت مقام کې په سمه توګه اورېدل کېږي.

د غزني موزيم په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تړل شوی او تر اوسه يې بيا چا دروازه نه ده ور خلاصه کړې.

دغه موزيم د غزني له ولايت مقام څخه يوازې د لس مټره په فاصله کې پروت دی خو تر لس کاله زيات وشول چې د دروازو لرګي يې وينو خوړلي دي.

د نړېدليو دېوالونو، له هرزه ګياوو او ځوځانو د ډک انګړ، زنګ وهليو قلفونو او ماتو ښيښو يوه پخوانۍ ودانۍ اوس هم ځينې خلک د غزني موزيم بولي خو دغه سيمې ته د څېرمو کورونو ماشومان يې بيا د پيريانو کور بولي او له مازيګره وروسته دغې خواته قدم نه وهي.

د موزيم د ودانۍ په انګړ کې د ښار په کثافاتو ولاړ سپي هغو پر لاره روانو کسانو ته غاپي چې د موزيم تر کنډو شويو دېوالونه يې سرونه ور ښکاري خو په موزيم کې د ننه نوي زېږيدلي کونګري اوس له هغو کسانو سره عادت شوي دي چې د خوړو پاتې شوني او د کورونو کثافات د غزني په موزيم کې غورځوي.
د غزني والي موسی خان اکبر زاده د خپل کار په دفتر کې څو ټوپکونه، زاړه قران کريمونه او پخوانۍ توري ايښې او کله کله پرې د موزيم ليدلو تنده ماتوي.

د غزني اوسېدونکي وايي د دوی نه په ياد کېږي چې په تېرو پېنځلس کالو کې دي د غزني موزيم پرانيستل شوی وي. او نه هم په دې خبر دي چې د غزني په تړلي موزيم کې به د ننه څشی وي.

د جمال په نامه د غزني يو تن اوسېدونکی دا مهال غزنی د مافيا په لاس کې بولي او وايي چې زړه ته مي نه لوېږي چې اوس دي د غزني په موزيم کې کوم تاريخي اثر پاتې وي.

د ده په خبره غله ډېر دي او د موزيم نړېدلي دېوالونه تاريخي اثار نه شي ژغورلای.
(( د يو ځوان په توګه زه تر اوسه په دې نه يم خبر چې د غزني په موزيم کې څه ډول تاريخي اثار ايښي دي. د ولايت په لس مټري کې موزيم دی، دېوال يې ړنګ دي.،ورونو ته يې قفلونه پراته دي، ايينې يې ماتې دي او ټوله ورځ د بازار کوڅه ګښت سپي پکې ګرځي. دلته مافيا حاکمه ده او مافيا به خامخا د خپلو ګټو د پاره ځينې تاريخي اثار له ځان سره وړي وي ))

غزني د هېواد د نورو ښارونو په پرتله کنډې کپر او کنډواله ښار دی چې زيات سړکونه يې خام او کوڅې يې له دوړو ډکې دي.

د غزني د ولايت مقام ته په ورغلي سړک لا ايله دوې مياشتې وړاندې کار پيل شوی دی. خو د دغه ولايت يو بل اوسېدونکی اسدالله وايي په دغسې کنډې کپر ښار کې هم د غزني موزيم تر ټولو نورو سيمو په بد حالت کې دی.

دی د غزني د موزيم خواره ورځ د غزني د اطلاعاتو او کلتور د رياست له لاسه بولي.
(( کارکوونکی نه لري. هلته په موزيم کې يو پيره دار لا نشته. اوس د غزني په ښار کې تر ټولو ويجاړه سيمه د غزني موزيم دی. دلته ستونزه ټوله به اطلاعاتو فرهنګ او نورو دولتي چارواکيو کې ده. دوی ولې دا فکر نه کوي چې ولې د غزني موزيم د ولايت مقام په ګاونډ کې د مرګ سلګۍ وهي))

د غزني اوسېدونکي اندېښنه لري چې اوس به هم د غزني له موزيم څخه په موزيم کې بند پاتې تاريخي اثار ځينو کسانو غلا کړي وي.

دوی وايي دلته ډېر ځله د تاريخي اثارو غله نيول شوي خو بېرته د چارواکيو له خوا خوشي شوي دي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس حميد الله سروري هم مني چې د غزني موزيم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تړل شوی او تر اوسه نه پرانيستل شوی.

دی وايي ځيني تاريخي اثار چې له غلو څخه نيول شوي د غزني والي په خپل دفتر کې ورسره ايښي او دا لا نه ده مالومه چې د غزني موزيم به څه وخت خلاصېږي.

دی د موزيم د خلاصېدو لامل په غزني ښار کې شته ناامني بولي.
(( د دولت له راتلو مخکې لا ده غزني موزيم تړل شوی وو او تر اوسه تړل دی. په غزني دا ډير وخت بېخي موزيم وجود نه لري. دلته ستونزه ټوله په امنيت کې کله چې په ښار کې امنيت ښه شي او پوليس مونږ ته ډاډ راکړي نو کېدای شي مونږ بېرته موزيم خلاص کړو ))

د غزني ځينې تاريخي اثار د اوسني دولت تر راتلو وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال طالبانو هم مات کړي وو.

طالبانو د د دوه زره يو کال په فبروري کې په غزني کې د بودا د يو شمېر وړو مجسمو په ګډون ګڼ شمېر لرغونې مجسمې له منځه يوړې.

د دغو مجسمو ډېرې د غزني ښار ختيځ ته په سردار غونډۍ کې په لرغونو سمڅو کې وي او د ګوتو په شمېر نورې يې د ماتېدو تر مهاله د غزني په موزيم کې ساتل کېدې

XS
SM
MD
LG