د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مرګ سزا خلاف نړیواله ورځ لمانځل کېږي


رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد: د پاکستان د بشري حقونو کمسيون وايي، چې د ټولي نړۍ په شمول په پاکستان کې هم نن په لسم اکتوبر د مرګ سزا ختمولو لپاره عالمي ورځ لمانځل کيږي.

د بشري حقونو کمسيون يو چارواکي زمان خان مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې تقريبا اته زره قيديان د مرګ د سزا په انتظار دي چې پکې د زياتره قيديانو تعلق له پنجاب صوبي سره دې. د ده په وينا چې د دوی ادارې د مرګ سزا ختمولو لپاره خپل کوښښونه له لومړۍ ورځې راهيسي جاري ساتلي دي.

،، د پاکستان د بشري حقونو کمسيون چې کله شپږويشت کاله مخکې جوړ کړل شو نو په اول ورځ درې قراردادونه منظور کړل شول چې يو پکې د مرګ سزا ختمول وو. د نړۍ ډيرو هيوادونو کې د مرګ سزا ختمه کړل شوې ده او موږ په دې فلسفه يقين ساتو چې د مرګ په سزا جرمونه نه کميږي نو په جيلونو کې دې د قيديانو اصلاح وکړل شي چې له خلاصيدو پس ښه انسانان ترې جوړ شي ،،

نوموړي زياته کړه چې دوی د عام ولس د اګاهي لپاره د دې ورځې په مناسبت د ملک په مختلفو برخو کې دستورې تابيا کړې وي او د مطبوعاتو مدد يې هم ترلاسه کړی دی .

هم د دي موضوع په اړه د قانوني چارو کار پوه بيرسټر باچا وايې هغه خلک چې د مرګ د سزا خلاف دي د هغوی مطابق چې دا غير انساني عمل دی.

،، يو سړی نه داسې حرکت وشي چې څوک ووژني نو که دغه سړۍ پهانسي کړل شي نو هغه بل تن خو واپس نه شي راتللی ،بيا نو په دې سره دوه کورنې ولي ورانوی. یو داسي لاره ولي نه اختياروې چې د مرګ سزا په ځای ورته داسي سزا ورکړل شي چې د هغه اصلاح هم وشي او سزا ورته هم ملاو شي. ځنې داسې ملکونه دي چې هغوی د مرګ سزا ختمه کړېده خو بعض داسې جرمونه دي چې پکې د مرګ سزا يې بحاله ساتلې ده لکه چې باغيتوب شو، او يا بهرني هيوادونو سره د خپل ملک د مفادو خلاف مدد کول نو د دې لپاره دې ملکونو د مرګ سزا ساتلې ده ،،

د پاکستان د بشري حقونو کمسيون د وينا مطابق په دې لړ کې حکومت هم کوټلي ګامونه پورته کړي دي او د خپل اقتدار دوران يې چا ته هم د مرګ سزا نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG