د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ملاله له خیره له خطرې بهر ده'


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ




د خیبر پښتونخوا د سوات په سیدو شریف کې ډاکټر تاج محمد له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې ملاله یوسفزۍ د خدای په فضل اوس له خطرې بهر ده. د هغې د سر په ګڅ (کیڼ) طرف له سترګې لږ پورته ګولۍ لګېدلې ده.

ډاکټر تاج محمد وايي، ګولۍ د هغې د غاړې له پوستکي د کیڼۍ سترګې بره نښتې ده. دی وايي چې د روغتون له خوا یې هغې د لومړنۍ طبي درملنه ورکړې او د پښتونخوا تر ټولو لوی نیورو سرجن ( دماغ سرجن) ډاکټر ممتاز سره خبرې شوې دي او هغه یې د اپرېشن لپاره تیار ولاړ دی.

موږ به ډېر ژر ملاله پېښور ته ولېږدوو او اوس یې له خیره حالات له خطرې نه بهر دي. دا خپله خبرې کولای شي، ښه په هوش کې ده. او له لویه خدایه یې د ښه روغتیا دعاګو یو.

XS
SM
MD
LG