د لاسرسي ځای

تازه خبر

"شام دې ترکي نه ازمويي"


ترکی وزیراعظم طیب اردغان
ترکی وزیراعظم طیب اردغان




د ترکي وزیراعظم شام ته دړکه ورکړې که دوی اړ شول نو حکومت یې جګړې کولو ته تیار دی. پرون د اتوار په ورځ د ترکيیې توپخاني له هغه ورسته په څو منټو کې د ننه پر شام ځوابي برید وکړ کله چې له شامي لوري توغول شوې یوه ګوله د ترکییې په اکچاکلي ښارګوټي کې د غلې ګودام سره نزدې پريوته.

د اتوار په ورځ ترکي وزیراعظم طیب اردغان وویل که څه هم هیواد یې جګړه کول نه غواړي خو د خپلځان خوندي کولو لپاره هر ډول ګان اخیستو ته چمتو دی.

(په کار ده چې یو هېواد هر تل د اړتیا له مخې جګړې ته چمتو وي، او که چرې تیار نه وي نو بیا یو ریاست کله هم ملت نه شي جوړېدای. همدا راز زموږ مشران وايي که امن غواړی نو ځان جنګ ته چمتو ساتۍ )

د اکتوبر له درېیمې نېټې راهیسې کله چې د شامي توپې یوې ګولې پنځه عام ترکي کسان ووژل، دا پرله پسې پینځمه ورځ ده چې دواړه غاړې پر یوه بل ډزې کوي.

د اتوار د ورځې په پېښه کې د مرګ ژوبلې راپورونه لا تر اوسه نشته.

په شام کي د حکومت ضد اپوزیشن پلوه د بشري حقونو لپاره د څار ادارې ویلي چې د ترکییې لخوا توغول شوې ګولې په یوه شامي ښارګوټي ( تل ابياد) کې له هغه سیمې سره نژدې لګېدلې چېرته چې شامي ياغيان وار د مخه د حکومتي ځواکونه تر بريدونو لاندې دي.

بلخوا د شام حکومتي رسنۍ راپور ورکوي چې د اتوار په ورځ په پلازمېنه دمشق کي د پوليس مرکز ته نزدې په یو موټر بم چاودنه کې يو کس وژل شوی دی.

د ناټو غړی هېواد ترکي وايي، د دوی تګلاره دا ده چې کله هم د شام له زمکې پر دوی بريد وشي نو دوی به يې ځواب ورکوي. په استنبول کې يوې غونډې ته په خپله وينا کې د ترکي وزيرعظم طيب وردغان وویل چې شام دې هغوی نه ازموي:

(هيڅوک بايد د ترکییې حساسيت او د فیصلې کولو قوت ونه ازمييي، هيڅوک به دا پوښتنه نه کوي چې که چري جنګ ونښتو نو څه به کيږي ، تاسو ځان دې ته تيار ساتۍ او دا خبرې هم په ذهن کې لرۍ. هر ّهغه څه به کوو چې پکار وي)

د ترکي لخوا د دغه ورته سخت موقف ناټو هم ملاتړ کړی خو امريکا خبرداری ورکړی چې د شام او ترکي ترمنځه ممکنه جګړه نورو هېوادونو ته هم خوراېدلای شي.

ترکي او په دغه سيمه کې نور سني مسلکه هېوادونه، سعودي عرب او قطر ټول په شام کې د حکومت مخالفه ياغيانو ملاتړ کونکې دي ، دغه ياغيان غواړي چې د بشارالاسد حکومت له مېنځه يوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG