د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سند کې د پیپلزګوند پر غونډه ډزې ۷ تنه ووژل شول



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ :د سند صوبې په خېر پور ضلع کې نامالومه وسله والو د اتوار په شپه د پیپلز ګوند پر یوه جلسه ډزې کړې چې د پولیس په خبره، د یوه ځايي ټي وي چېنل کېمره چلونکي په شمول ۷ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي ـ ـ ژوبل کسان د خېرپور او سکر روغتونونو ته رسول شوي دي.
د سیمې پولیس وایي، پېښه د اتوار په ماښام هله رامنح ته شوه، کله چې ۴ تنه موټر سایکل سورو وسله والو د واکمن پیپلز ګوند پر غونډه ډزې وکړې ـ

د پیپلز ګوند د سند صوبې د اطلاعاتو سیکرټري وقار مهدي مشال ریډیو ته وویل چې برید د پیپلز پارټۍ د سېمه ایزې مشرې نفیسه شاه پر جلسه وشو ـ دی زیاتوي چې ترهګرو پر روانه جلسه ډزې وکړې.
د وقار مهدي په خبره ددوی ځینې سیاسي مخالفین په سېمه کې ددوي مقبولیت نه شي زغملي نو ځکه د ترهګرۍ له لارې د پیپلز ګوند په پلویانو کې ویره خورول غواړي.

نفیسه شا د سند صوبې د وزیر اعلی سید قایم علي شاه لور ده ـ هغه د خېر پور له ضلعې څخه د قامي اسمبلۍ ممبره هم ده ـ

په حمله کې وژل شوی خبریال د (درتي) ټي وي کیمره مین مشتاق نومیده ـ د کراچۍ د خبریالانو اتحادیې په سند صوبه کې د خبریالانو په وژنه تشویش څرګند کړی او نن د ګل په ورځ یې د مشتاق د وژنې په ضد د وزیراعلی هاوس مخې احتجاج اعلان کړی دی ـ

د سند صوبې اعلی وزیر سید قایم علي شاه د یادې پېښې نوټس اخیستی دی او د سند صوبې پولیس مشر فیاض لغاري ته یې د پېښې په اړه د پلټنو حکم ورکړی دی ـ

د خېر پور ضلعي پولیس مشر عرفان بلوچ مشال ریډیو ته وویل، چې په سېمه کې د قانون نافذونکو ادارو لخوا د لټون عملیات شورو شوي دي او یو شمیر مشکوک کسان هم د پولیسو لخوا نیول شوي دي ـ دهغه په خبره د پلټنو روستو به مالومه شي چې پېښه په سېمه کې د قبایلي دشمنیو له وجې او که د بلدیاتي نظام په سر د راپورته شوي تاوتریخوالي زیږنده ده ـ

د یادونۍ وړ ده چې په سند صوبه کې په دې ورستیو کې د ښاري نظام په اړه پیپلز پارټي او ایم کیو ایم ګوندونو نوی قانون منظور کړی دی ـ د یو شمیر سیاسي ګوندونو تر څنګ سندي ملت پاله ډلې د یاد قانون سخت مخالفت کوي او یاد قانون د سند صوبې د تقسیم مترادف ګڼي ـ

XS
SM
MD
LG