د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د رسنیو پام ځان ته اړولی


فرخنده وزیر :


ډان ورځپاڼه لیکي، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د ډرون حملو خلاف جنوبي وزیرستان ته روان دی، او هلته به د ډرون حملو خلاف وینا کوي، خو ایا دې سره به د قبایلو د مسئلو څه حل راوځي، او که نه دا به د تحریک انصاف په راروانو ووټونو کې یوه کامیابي وګرځي ؟


په ډان ورځپاڼه کې سیرل المیډا د عمران خان په اړه لیکي ، هغه یو ځل بیا د ملکي او بهرنیو مطبوعاتو د خبرونو سر لیک جوړ شوی دی. عمران خان د ټیلي ویژن چینلو سره په هره مرکه، او په خپلې هرې وینا کې یوازې تنقیدونه کوي. او لیکوال وایي، نن به هم هغه د پاکستان د حکومت ، د دغه هیواد د پالیسۍ، او د ډرون حملو په اړه خبرې کوي.

تر اوسه زیاتره امریکايي ډرون بریدونه په شمالي وزیرستان تر سره شوي دي، خو عمران خان جنوبي وزیرستان ته راوان دی.

لیکوال وایي، په پنجاب کې هغه د وطن سره د مینې خبرې کوي، او داچې پاکستان د غربي نړۍ تر واک لاندې رانه شي، نو وايي راپاسئ چې یو شو، او د داسې قوتونو خلاف مبارزه وکړو. په پنجاب کې د عمران خان ملګري وایي هغه د انصاف لپاره جنګیږي، نو راځئ چې د هغه ملګري شو. په خیبر پښتونخوا کې بیا د امنیت په اړه خبرې کوي.

سیرل المیډا لیکي، عمران خان داسې فکر کوي، چې د ډرون حملو خلاف لاریون کول او جنوبي وزیرستان ته تګ به یې په راروانو ووټونو کې یوه کامیابي وګرزیږي.

فاټا به په لومړي ځل د سیاسي ګوندونو لاندې په راروانو انتخاباتو کې برخه اخلي. قبایلي سیمې د پاکستان په پارلیمان کې دولس سیټونه لري، په دغو دولسو سیټونو به مخکې په ازاده توګه کاندیدان منتخب کیدل، خو اوس به دا د سیاسي ګوندونو سره تړاو لري.

سیرل المیډا لیکي ، خان غواړي په فاټا سیاست وکړي ، او دا د هغه د سیاسې ژوند لپاره یوه ضروري خبره ده. خو دلتا باید په دې خبرې وشي چې د پاکستان اصلې دښمن څوک دی؟ ترهګر څوک دي ؟ او له کومه خوا راغلي دي؟ امریکا ولې په وزیرستان ډرون بریدونه کوي؟

لیکوال وایي عمران خان سره جهانګیر ترین او یا اسد عمر وي، چې اقتصاد به ښه کړي، هغه به غواړی د شفقت محمود په ذریعه په ادارو کې ښه والی راوالي، او شاه محمود قریشي په ذریعه د بهرنیو هیوادونو سره تعلقات ښه کړي، خو دا هر څه تر هغې پورې هیڅ مانا نه لري، تر څو چې مونږ ترهګر له مینځه وړي نه وي، او جګړې ته مو د پای ټکی نه وي ایښی. او دا تر هغې پورې نه کیږي، کله چې پاکستانیانو ته دا مالومه شوې نه وي، چې د دوی دښمن څوک دی، او دغه دښمن له پاکستانه څه غواړي ؟

سیرل المیډا وایي ، ترڅو چې سیاستدانان دوی ته هغه دروغ وايي کوم چې د دغه هیواد اسټیبلشمنټ دوی ته ښودلي دي ، او عام ولس یې د کالونو راهیسې اوري ، نو پاکستانیان به کله هم په دې پوهه نه شي چې دښمن يې څوک دی ؟
XS
SM
MD
LG