د لاسرسي ځای

تازه خبر

سختدریځی ملا ابو حمزه امریکا ته وسپارل شو


برتانیا، يو سخت دريځه ملا ابو حمزه المصري امریکا ته سپارلی، چې هلته د ترهګریزو هڅو په تور عدالت ته حاضر شي.

پولیسو مصري توکمه دیني عالم د انګلستان په مرکز کې له یو سخت څار لاندې له زندانه امریکایي هوایي اډې ته یووړ او هلته یې امریکایي چارواکو ته وسپاره.

څلور نور مشکوک ترهګر هم امریکایانو ته وسپارل شول.

د جمعي پر سهار په لندن کې هايي کورټ دا پرېکړه وکړه چې دغه پینځه تنه باید امریکا ته د محاکمې لپاره ولېږدول شي.

ابوحمزه امریکایي چارواکو د القاعده شبکې په ملاتړ تورن کړی، همدا راز پر ده تور دی چې په یمن کې یې د تښتونو په پېښو کې مرسته کړې او هڅه یې کوله چې په امریکا کې د وسله والو د روزنې لپاره یو کیمپ جوړ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG