د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټویټر څومره مهم دی؟



بي بي سي نيوز په يوه مقاله کې ليکلي چې د سماجي رابطې ويبپاڼه ټویټر د جمهوريت لپاره غوره دی او که نه. د بي بي سي په وينا د امريکا په نيويارک ښار سپيس ارټ مرکز کې يو شمير خلکو د ولسمشريزي ټاکنو لپاره د کانديدانو لومړۍ مناظره وکته، په عمومی توګه داسې قسمه مناظرې ولسي غوندي بلل کيږي او په اړه يې د سماجي رابطو په ويبپاڼو خلک له يو بل سره خبرې شريکوي.

بي بي سي پوښتنه راپورته کوي د امريکا ولسمشريزه ټاکنو لومړۍ مناظره چې تر ټولو زياتو خلکو په ټويټر شريکه کړې، ايا څه مانا لري؟

د ټویټر د شميرو ترمخه د امريکا د سياسي غونډو په تاريخ کې د ولسمشر باراک اوباما او د ميت رومني ترمينځ مناظره تر بل هر وخت زياته په ټویټر خلکو له يو بل سره شريکه کړې ده. په ۲۰۰۶ کال کې د ټویټر نه وو خو اوس د سماجی رابطو ويبپاڼو سياسی منظرنامه بدله کړېده.

بي بي سي وايي، نن سبا خلک مناظره نيغ په نيغه ګوري او ورسره په ټویټر او په فيسبوک يې هم ګوري او خپل نظر له نړۍ سره شريکوي. څېړنيزه ادارو پيو او امريکن لائيوز پراجکيټ وايي چې په امريکا کې ۱۵ فيصده بالغان ټویټر کاروی.د يو بل څيړنيزي اداري وټزن مرستيال مشر جيسن پوټورې په وينا که څه هم په نيويارک او کيلفورنيا کې زيات خلک اوسيږي خو د فلورډا اوسيدونکو تر ټولو زيات ټویټر کاروي، دی وايي چې موږ انسانان له يو بل سره خبرې کول خوښوو، موږ خپل خيالات څرګندوو . ځکه خو خلکو پر ټویټر د ولسمشر اوباما او د هغه د سیال میټ رومني مناظره پر ټویټر ډېره زیاته له یوه بل سره شریکه کړې.

بي بي سي د نارت کيرولينا يوې ادارې مشر په حواله ليکي چې بې له شکه ټویټر دغه مناظره په يوه سماجي غونډه کې بدله کړې او رای اچونکو ته يې زيات اختيار ورکړی دی .

بي بي سي ليکي چې په مناظره کې کانديد ميت رومني د پی بي ايس چې د نشرياتو اداره ده، د مالي بودیجي کمولو خبره کړې. د دي ادارې دوه کردراونو لکه سيسمې سټريټ او بګ برډ ډير زيات مشهور دي، د دې وروسته په ټویټر په بګ برډ بحث شورو شو، اته کاله وړاندې په دي موضوع به دوه ليکني شوې وې خو اوس خبريالان په دې ليکنې کوي. د انټرنيټ لټون انجن ګوګل ترمخه اوس په دي موضوع ۱۷۰۰ ليکني موجودي دې.

بي بي سي وايي زيات نه زيات خلک ټويتر کاروي، سياسي نظرونه شريکوي او داسې نه ښکاري چې له دې به په شا شي....

XS
SM
MD
LG