د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې به ډير ژر يوټېلیټي سټورونه پرانستل شي





د قبایلي سیمو یوه پلاوي د صنعتونو او يوټيلټي سټورونو وفاقي وزير چوهدري پرويز الهي او د يو ټيلټي سټورونو منيجنګ ډايريکټر سره په اسلام آباد کې ليدو پر مهال غوښتنه کړې چې په فاټا کې دې هم يوټيلټي سټورونه پرانیزي چې ولس ترې په ارزانه بییه توکي ترلاسه کړای شي.


د يوټيلټي سټورونو ايم ډي د فاټا پلاوي ته باور ورکړو چې راتلونکې لسو ورځو کې به د فاټا په هره ايجنسۍ کې درې درې او څلور څلور سټورونه خلاص کړي.

د پلاوي یو قبایلي مشر اجمل خان وزير د دغه ملاقات په وویل چې دوی په لیدو کې متعلقه چارواکو ته وویل چې په ټول پاکستان کې يوټيلټي سټورونه شته دي خو فاټا له دې محرومه ده نو بايد چې د دوی په سیمو کې هم ريګولر سټورونه جوړ کړل شي حالانکې په فاټآ کې فرېنچايز سټورونه موجود دي خو هيڅ ګټه يي نشته او بله دا چې د دې سټورونو له وجې به د فاټا ځوانانو ته د نوکريو موقعې هم په لاس ورشي.

د ده په خبره چې ډير ژر به د فاټا ولس ته زيرۍ واورول شي.

کله چې مشال راډيو د حکومت د دې منصوبې يا ګامونو په اړه د سياسي او قبايلي چارو تجزيه کار محب وزير نه وپوښتل نو نوموړي وويل چې دا رنګ منصوبې هله ګټورې ثابيتيدای شي چې د فاټا ولس په قامي بهير کې شامل کړل شي او هغوی ته سياسي شعور ورکړل شي او بله خبره داده چې لومړی خو دغه سټورونو ته به د سامانونو رسول يوه ګرانه خبره وي ځکه چې داسټورونه به په ولسي ځايونو کې وي او دوي ته به د حفاظت لويه مسله وي او دا خو په پوځي کيمپونو کې نه شي جوړيداي نو بايد چې حکومت دا ټول په نظر کې وساتي .

خو په دې اړه د يوټيلټي سټورونو له ايم ډي ريټايرډ ميجرجنرل ملک محمد فاروق څخه د لا نور تفصیل اخیستو په باب رابطه ونه شوه.

سراج ظهير – مشال راډيو – اسلام آباد

XS
SM
MD
LG