د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پبلک سروس کمیشن خلاف لاریون



نیازموساخېل، کوټه

د بلوچستان په کوټه کې د تېرې چهار شنبې په ماځیګر د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن له اړخه په بلوچستان پبلک سروس کمیشن کې د درغلیو او نا انصافیو ضد یوه مظاهره تر سره شوه،چې پکې مظاهره چیانو تور ولګاوه،د یادې ادارې چیر مېن اشرف مګسي په پېسو او سفارش خلک پر لوړو نوکرۍ لګوي او د غریبو او باصلاحیته ځوانانو حقونه تر پښو لاندې کوي.

مظاهره چیانو په یاده اداره کې د مېرټ او انصاف د غوښتنې او د درغلیو ضد شعارونه ورکول.په دغه موقع د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن یو مشر کبیر افغان مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال وویل،له څه وخته چې د کمېشن مشر اشرف مګسۍ کار او مشري سمبال کړې ده ،له هغه راهیسې د کمیشن اداره د مېریټ او معیار په مانا،د صلاحیت په مانا او په علمي توګه مکمله ناکامه شوې ده ٫٫پبلک سروس کمیشن په ټوله صوبه کې یواځنۍ اداره ده،چرته چې باصلاحیته ځوانان له خواریو او سختیو وروسته له دې هیلو سره ورځي چې هلته به د دوی د خواریو ثمره په انصاف سره تر لاسه شي،خو اوس له بده مرغه د هغو غریبو،مګر باصلاحیته ځوانانو ټولې هیلې ختمې شوې دي.اوس د دوی په دې سر خلاص شوی دی چې دلته د سفارش او پېسو په زور خک نوکرۍ ترلاسه کوي،ځکه د دوی خوارۍ کول به بې مانا کار وي٬٬

کبیر افغان زیاته کړه٫٫دا خبره اوس ښکاره شوېده چې پبلک سروس کمیشن یو کاروباري اداره جوړه شوې ده.د نوکرۍ ورکولو خپل خپل قیمتونه ټاکل شوي او معلوم شوي دي.د اُستاد نوکرۍ په دومره لکه،د ډاکټر په دومره او د زراعت افسر غه په دومره لکه. روپيو ده. بلخوا ته د افسوس خبره دا ده چې جمعیت علما چې له خلکو یې د اسلام په نامه رایې اخیستې،پر دغه ظلم خاموشه ده.ټول صوبایي حکومت او وزیران خاموشه دي.د صوبایي ګورنر پر چیرمېن لاس پروت دی،ځکه هر څه په ډاګه او بې له څه خطره روان دي.٬٬

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن یو بل مشر سمیع الله آغا بیا وویل،په پبلک سروس کمیشن ادارې کې د درغلیو او ناانصافیو کیسې اوس د هر چا پر خوله دې او له چا پټې نه دي٫٫ د دغې ادارې چېرمېن خپل یو زوی،دوې لوڼې او خپله مېرمن په ۱۷ ګرېډ نوکرۍ لګولي دي.دغه رنګه د ادارې دوو مرستیال ډایریکټرانو خپل بچیان او خپلوان پر نوکریو لګولي دي.اندازه ولګوۍ چې د لوړو نوکریو وېشلو انداز څومره په ظلم او ناانصافیو روان دی.دا چې دغه حال روان وي،بیا به دا غریب او باصلاحیته خلک آخر څه کوي؟٬٬

په دغه اړه د پبلک سروس کمیشن له چیرمېن او نورو چارواکیو سره په بیا بیا تماس نیولو وروسته هم په خبرو کولو بریالي نه شو.د یادې ادارې ډپټي ډایرېکټر عبدالوحید یوازې دومره ووېل چې دغه معامله په عدالت او د احتساب ادارې ٫٫نېب٬٬ کې روانه ده،ځکه دوی په دغه اړه څه نه شي ویلای.

یاده دې وي،یو څو ورځې مخکې په بلوچستان کې د پاکستان د احتساب ادارې ٫٫نېب٬٬ پر یادو تورونو د پبلک سروس کمیشن ادارې پر دوتر چاپه وهلې وه او د تیرو دوو کلونو ټول ریکارډ یې په قبضه کې اخیستی وو.د نېب ډایریکټر،ضیا الله تورو خبریالانو سره د خبرې پر مهال ویلې چې دوي د دغې لانجې پلټنې پېل کړې دي او که کوم څوک په درغلیو او ناانصافیو کې لاس لرل ثابت شي،د هغو ضد به د قانون لاندې سخته او پوره کارروایي وشي.

دلته به دا خبره هم وکړو،چې پبلک سروس کمیشن اداره آیني اداره وي او د پاکستان د دستور او قانون لاندې، دا د مُلک په ټولو صوبو کې وجود لري او په هره صوبه کي ځانته واک او اختیار لري.
د دغې ادارې مشر یا چېرمېن لګول د صوبې ګورنر ذمه واري وي.په بلوچستان کې دا تور هم لګیږي چې د پبلک سروس کمیشن موجوده چیرمېن د صوبې ګورنر،نواب ذوالفقار علي مګسي خپل قریب او خپلوان دی.

پبلک سروس کمیشن په صوبه کې د ګرېډ ۱۶ یا زیاتو درجو نوکرۍ ورکولو لپاره د ټېسټ/انټرویو اخیستلو اداره ده او د مُلک د آیین له لارې پر هر صوبایي حکومت لازم وي چې د پبلک سروس کمیشن له لارې په آزموینو کې کامیابه کاندیدانو ته نوکری ور کړي.د صوبې غریب،مګر باصلاحیته ځوانان وایي،پخوا داسې حال نه وو،خو اوس د ناانصافیو له دومره واقعاتو وروسته دوي له یادې ادارې ډېر مایوسه شوي.

XS
SM
MD
LG